د سمنګان لېرې شوی والي ځان "ګوښه شوی" نه بولي

خدام د انځور حقوق WAIS AHMAD
Image caption عبدالکریم خدام وايي، ترکمن قوم یې له ولایته لیرې کېدل نه مني

د سمنګان پخوانی والي عبدالکریم خدام، وايي، د ده لېرې کول ناعادلانه دي. دی وايي د جمعیت ګوند او حکومت په هوکړه ګومارل شوی او د همدغه ګوند او د ترکمن قوم په خوښه به د سمنګان والي وي

د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د پنځو ولایتونو (لوګر، لغمان، سمنګان، کندوز او میدان وردګو) والیان یې بدل کړي، خو د سمنګان والي وايي، د سمنګان ولایت اوسېدونکي "نه غواړي دی له ولایته لېرې شي".

ښاغلي خدام بي بي سي ته وویل، دده لېرې کول "ناعادلانه او د هوکړې ښکاره مخالفت دی".

نوموړي وویل، سمه ده چې د والیانو لېرې کول د ولسمشر په امر شوي، خو وايي: "د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې زه والي ټاکل شوی وم او اوس د خلکو غوښتنه ده چې زه پاتې شم".

نوموړي پر خپل پوست د پاتې کېدو مسله پر ترکمن قوم پورې غوټه کړه، چې ګني هغوی نه غواړي په ټول افغانستان کې یوازېنی ترکمن والي له دندې لېرې شي.

عبدالکریم خدام د روان کال له غوايي میاشتې راهیسې د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و.

ښاغلی خدام د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده بي بي سي ته وویل، ددې ادارې مشرانو له ښاغلي خدام سره خبرې کړي او د دغې پرېکړې هرکلی یې کړی او دا یې هم ویلي چې تغییر او تبدیل یو اصل دی.

د تېرې یکشنبې په ورځ، د یادې ادارې ویاندې اعلان وکړ چې د پنځو ولایتونو والیان په لاندې توګه د ولسمشر تر منظورۍ وروسته تغییر او تبدیل شوي دي:

۱. د بادغیس والي انور خان اسحاقزی د لوګر والي حلیم فدايي پر ځای ټاکل شوی.

۲. د فراه مخکېنی والي ډاکټر شاه جهان د میدان وردګو د والي ځونډي ګل زماني پرځای ټاکل شوی.

۳. د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز د والي اسداله عمرخېل پرځای ټاکل شوی.

۴. د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي د عبدالکریم خدام پر ځای ټاکل شوی.

۵. د فراه مخکېنی والي محمد اصف ننګ د لغمان د اوسني والي عبدالجبار نعیمي پرځای ټاکل شوی.

د انځور حقوق GENERAL ATA MOHAMMAD NOOR/FB
Image caption ښاغلی نور چې د جمعیت ګوند اجراییه شورا مشر دی، وویل، استعفا یې مشروطه وه او دی له ولایته لېرې کېدل نه مني.

د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پر خپل فیسبوک لیکلي، د ترکمن قوم او د سمنګان ولایت د مشرانو غوښتنه دوی ته مهمه ده.

دی زیاتوي، خدام د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی دی چې د خدام په تړاو د حکومت تازه پرېکړې په اړه به دغه ګوند خپل دریځ ژر اعلان کړي.

دوې میاشتې وړاندې، ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د والي عطاء محمد نور استعفا منلې ده.

ښاغلی نور چې د جمعیت ګوند اجراییه شورا مشر دی، وویل، استعفا یې مشروطه وه او دی له ولایته لیرې کېدل نه مني.

هغه ټینګار کاوه چې د جمعیت اسلامي ګوند د تفاهم او د ملي یووالي حکومت جوړېدو د هوکړې پربنسټ ګومارل شوی.

که څه هم وروسته کابل د بلخ لپاره انجنیر محمد داود نوی والي وټاکه.

اړونده مطالب