ولسمشرغني ولې هرات کې څو ورځې پاتې شو؟

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني په داسې حال کې چې د ترکمنستان ولسمشر یې څنګ ته ناست و د ټاپي په اړه د خپلې وینا په ترڅ کې د سالون دیوالونو ته په اشارې سره وویل، دا د هرات له مرمرو جوړ شوی.

په هرات کې د ولسمشر اشرف غني څلور ورځې پاتې کېدل داسې څه ول چې د ټاپي پروژې په خوشالیو کې د چا ور پام نه شو، خو ترکمنستان ته د تګ د وخت له مصرف سره سره ولسمشرغني له پاتې وخته د خپلې خوښې ګټه پورته کړه.

په تېرو څلورو لسیزو کې بې ساری دی چې یوه افغان ولسمشر دې څلور ورځې پرلپسې یوه ولایت کې تېرې کړې وي.

ولسمشر غني چې پر پنجشنبه هرات ته راغلی و د هرات د خلکو او مختلفو کړیو د استازو سره تر هراړخیزو لیدنو کتنو وروسته پر یکشنبه بېرته پلازمېنې ته ستون شو.

په تېرو څو لسیزو کې که کوم ولسمشر له کابله لېرې پراته ولایت ته سفر هم کړی هلته تر څو ساعتونو یا یوې دوه ورځو زیات نه دی پاتې شوی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د عامو وګړو سره یې اړیکي ډېرې پراخې او تودې وې، آن په کندهار کې د خپلې واکمنۍ په اوږده دوره کې څو پرلپسې شپې نه دي تېرې کړي.

خو ښاغلي غني واک ته تر رسېدو وروسته تراوسه اووه ځله هرات ته سفر کړی، او دا ځل یې په هرات کې د خپل څو ورځني شتون په ترڅ کې، کابل ته د ستنېدو لپاره هېڅ بېړه ونه کړه.

اشرف غني او د ځواک ښکاره کول

داسی ښکاري چې په هرات کې د اشرف غني څو ورځني شتون او کار څو موخې درلودې. بې له شکه چې یوه یې د سیمې هېوادو او په ځانګړي توګه ګاونډیانو ته د امنیتي ځواک ښکاره کول و.

د انځور حقوق ARG

هرات د ټاپي د پرانیستل کېدو پر مهال او آن تر هغو څو ورځې مخکې او وروسته، د هېڅ یوې بدې پېښې شاهد نه و چې هغه دې د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیسي.

که څه هم په دې ورځو کې د مراسمو، مېلمنو او افغان ولسمشر د ساتنې لپاره بې ساري تدبیرونه نیول شوي ول او په سلګونو سرتېري له کابله هرات ته لېږل شوي ول، خو فعالیت او اهمیت ته یې په کتو داسې ښکاري چې لګښت او زحمت یې پرځای و.

ولسمشرغني او د هرات اقتصادي ظرفیت

د امنیت په برخه کې د ځواک ښکاره کول به ښایي په هرات کې د ولسمشر غني د اوږد مهاله شتون یوازینۍ موخه نه وه. که داسې وای نو ولسمشر به کوم جنوبی ولایت چې د پاکستان سره ګډه پوله لري د دې هدف لپاره په یوه بل مناسبت یا بله پلمه غوره کړی وای، خو ولسمشر غني له هراته د بهرنیو مېلمنو د وتلو وروسته د یوه اوږده نوملړ له مخې د هرات د مختلفو کړیو او ډلو سره د خبرو لړۍ پیل کړه.

ده دا کار په داسې یوه ښار کې وکړ چې په هغو کې یې د ټاپي نل لیکې پروژه له خپل ترکمن سیال نه ترلاسه کړې وه او ژمنه یې هم کړې وه چې امنیت به یې ساتي.

ولسمشرغني په هرات کې د انځور حقوق ARG

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په هرات کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، د ده لپاره د انرژۍ امنیت ډېر مهم دی.

په هرات کې د ولسمشر غني څو ورځې پاتې کېدل به ښایي د ترکمنستان ایران او پاکستان مشرانو او ټولې سیمې ته دا پيغام ورکړي، چې د افغانستان حکومت د دې پروژې په تړاو چندان امنیتي اندېښنې نه لري.

سربېره پر دې مسایلو، اشرف غني په اقتصادي بدلونو کې د هرات پر اقتصادي ظرفیت تل حساب کړی. ولسمشر غني هرات ته د یوه داسې ولایت په سترګه ګوري چې د اقتصادي بدلون او په سیمه کې په څلور لاره د افغانستان د بدلولو ظرفیت لري.

د سیمې څلور لار که د خواجه عبدالله انصاري ښار؟

پخواني ولسمشر حامد کرزي به چې هرات ته سفر کاوه دا ښار به یی "د خواجه عبدالله انصاري" او کله کله "د امیر اسماعیل خان ښار" باله.

د انځور حقوق ARG
د انځور حقوق ARG

خو ولسمشر غني سره له دې چې د دې وروستي سفر په ترڅ کې هرات د خواجه عبدالله انصاري، بهزاد او ګوهرشاد بېګم ښار وباله، ترڅنګ یې د خپلو هغو خبرو ډېره برخه چې د هرات او هراتیانو د ستایلو په اړه وي د هراتي لویو سوداګرو او نوښتګرو اقتصاد پوهانو یادولو ته بېله کړې وه.

ښاغلي غني په داسې حال کې چې د ترکمنستان ولسمشر یې څنګ ته ناست و د ټاپي په اړه د خپلې وینا په ترڅ کې د سالون دیوالونو ته په اشارې سره وویل، دا د هرات له مرمرو جوړ شوی.

ده غوښتل ولسمشر بردی محمدوف ته ووایي، چې خپله پلازمېنه عشق آباد چې په مرمرین ښار شهرت لري د هرات په مرمرو لا نور هم ښایسته کولی شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب