د افغان امنیتي ځواکونو رنجر، د خونړۍ جګړې شاهدان

نړیوالې ټولنې افغان پولیسو ته د رنجر ګاډو مرسته درولې ده. چارواکي یې لامل دغې ټولنې ته د کره رپوټ نه ورکړه یادوي، کورنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه کره شمېرې نه شته؛ ځکه سلګونه رنجر ګاډي په جګړو کې زیانمن شوي او له منځه تللي دي. عکسونه یې د بي بي سي نصیر بهزاد اخیستي

.
د عکس تشریح،

دغه رنجرې ځینې ځانمرګو بریدونو چې په وینو هم رنګ دي، یو شمېر د سړک غاړې ماینونو او ټرافیکي پېښو له منځه وړي.

د عکس تشریح،

کورنیو چارو وزارت ته اړونده یوه سیمه کې چې کباړ رنجر ګاډي درول شوي، پولیس د اوبو پاشلو په مټ خاورې ترې پاکوي چې د جګړو په لومړۍ کرښه او یا د امنیتي ځواکونو په ورځني ماموریت کې له کاره لوېدلي دي.

د عکس تشریح،

په جګړه کې زیانمن شوی رنجر

د عکس تشریح،

په لرو پرتو او غرنیو سیمو کې د جګړو دروند بار همدې موټرو اخیستی.

د عکس تشریح،

د کورنیو چارو وزارت وایي زرګونه نور رنجر موټر چې دوی ترې کار اخلي د کار معیاري وخت یې پوره شوی دی.

د عکس تشریح،

د افغانستان په جګړه کې د امنیتي ځواکونو ویجاړ شوی رنجر

د عکس تشریح،

رنجر ګاډي د پولیسو سربېره د ملي اردو د اړتیاوو وړ توکو د لېږد لپاره هم کارول کېږي.

د عکس تشریح،

د عامه نظم او سیمه ییزو په ګډون د پولیسو بېلابېلې برخې له همدې رنجرو کار اخلي.

د عکس تشریح،

په خاورو سپېره رنجر موټر چې د کورنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته کتار ولاړ دي.