ولسمشرغني وايي طالبانو سره د سولې لپاره مخکې شرط نه لري او د سیاسي ګوند په توګه یې مني
ولسمشرغني وايي طالبانو سره د سولې لپاره مخکې شرط نه لري او د سیاسي ګوند په توګه یې مني
افغان ولسمشر اعلان کړی چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی له طالبانو سره اوربند وکړي او دغه ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.
ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبه ( د کب ۹) د “کابل بهیر” په دوهمه غونډه کې چې په افغانستان کې د سولې پر راوستو څرخي وکړې.
کابل کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د کابل بهیر دویم کنفرانس پیل شو.
ولسمشرغني وویل، حکومت د طالبانو د دفتر له پرانستلو، هغوی ته د ازادانه سفر کولو لپاره د پاسپورټونو د ورکړې، د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې یې د همکارۍ، رسنیو ته یې د لاسرسۍ له ترتیباتو سره او د طالبانو د کورنیو د مېشت کولو سره موافق دی.
(ویډیو د ارګ له خوا خپره شوې)