معلول شوی افغان سرتېری: که درملنه مې وشي بیا هم د وطن خدمت کوم

د کب ۹ مه په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ورځې په موخه لمانځل کېږي. حکومت دا ورځ هر کال د افغان پوځیانو د قربانیو د درناوي او د هغوی له وارثانو سره د مرستې کولو په موخه لمانځي. نور احمد قرباني، له هغو سرتېرو یو دی چې درې کاله مخکې یې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماین چاودنه کې دواړې پښې پرې شوې او په سترګو ړوند شو .