''افغانستان کې ۲۲ وسله والې ډلې فعالیت کوي''
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''افغانستان کې ۲۲ وسله والې ډلې فعالیت کوي''

افغان او ناټو چارواکي وايي، په افغانستان کې ۲۲ توندلارې ډلې په جګړه بوختې دي او دا ډلې ۵۵ زرو وسله وال لري. طالبان، د حقاني شبکه او داعش یې ډېرې پېژندل شوې دي.

د کابل بهیر له دوهمې ناستې سره هم مهاله چې اصلي بحث یې پر سولې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې راټول دی، افغان چارواکي وايي، یوازې له افغانو توندلارو ډلو سره به د سولې خبرې کېږي. دا چې نورې کومې غاړې شته له کابله یې نجما ځلا حال لري.