هلمند کې "بهرنی طالب" نیول شوی

نیول شوی بهرنی

د عکس سرچینه، AFGHAN NATIONAL ARMY

د عکس تشریح،

ځايي چارواکي وايي، نیول شوی ځان جرمنی معرفي کړی

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي، یو "جرمنی" یې نیولی چې له اتو کلونو راهیسې یې وسله والو طالبانو ته بمونه جوړول.

که ددې پخلی وشي، دا به یوه کمسارې بېلګه وي، چې یو اروپايی د افغان اورپکو ترڅنګ جنګېږي.

ځايي چارواکو د بي بي سي محفوظ زبیدي ته ویلي، نوموړی پر طالبانو د بم جوړونې پر یوه مرکز د چاپې پرمهال نیولی.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په سم لاسي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، په چاپه کې دوه افغان طالبان او یو بل کس چې په جرمني خبرې کوي، نیول شوي:

"نیول شوی جرمنی په پښتو او دري نه شي غږېدلی او د جرمني تابعیت هم لري. په اړه یې څېړنې روانې دي."

ښاغلی ځواک وايي، دغه کسان تېره ورځ (چارشنبې) د هلمند ګریشک ولسوالۍ حیدر اباد سیمه کې د قول اردو د ځانګړو عملیاتو لړ کې نیول شوي.

دی وايي، په دې عملیاتو کې د اورپکو د وسلو دوې لویې زېرمې هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې او تخریب شوې دي.

افغان ځانګړو ځواکونو پر خپلې فیسبوکپاڼې د نیول شوي بهرني او ځینې نور انځورونه هم خپاره کړي.

Presentational grey line

افغانستان کې وروستي لوی بریدونه

  • جنوري ۲۰: په وسلو سمبالو طالبانو د کابل پر کاننټننټل هوټل برید لږترلږه ۲۲ کسان ووژل
  • جنوري ۲۴: د داعش ځانوژونکو جلال اباد کې د ماشومانو ساتنې مؤسسې پر دفتر برید شپږ کسان ووژل
  • جنوري ۲۷: طالبانو د یوه امبولانس په مټ برید صدارت څلور لاره کې برید وکړ، ۱۰۳ کسان یې ووژل
  • جنوري ۲۹: داعش اورپکو کابل کې پر یوې پوستې برید کې ۱۱ افغان سرتېري ووژل
  • فبروري ۲۴: په هېواد کې بېلابېلو بریدونو تر ۲۵ ډېر کسان ووژل، چې ډېری پکې افغان سرتېري وو