"توپیري چلند کوونکي په رواني ناروغۍ اخته وي"

  • عصمت بهیر
  • بي بي سي کابل
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ارواپوهان وايي تبعیض کوونکی په رواني ناروغیو اخته وي او باید د فزیکي ناروغیو په شان د دوی درملنه وشي.

د مارچ لومړۍ هر کال د تبعیض یاتوپیري چلند د نه زغم نړيوالې ورځې په توګه لمانځله کېږي. د دغې ورځې د لمانځلو موخه په ټولنې کې د ژبني، سیمه ییز، قومي او جنسي تبعیض له منځه وړل ګڼل کېږي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، دغه کمیسیون له وګړو سره د تبعیض چلند په اړه مستقیماً شکایتونه نه دي ثبت کړي خو په وینا یې د ډېرو قضیو تر شا تبعیض د عامل په توګه رول لرلی دی.

ارواپوهان وايي تبعیض کوونکی په رواني ناروغیو اخته وي او باید د فزیکي ناروغیو په شان د دوی درملنه وشي.

همایون حکیمي، چې د ماستړۍ تر کچې یې زدکړې کړي، ښايي په افغانستان او نړۍ کې د هغو زرګونو کسانو له ډلې یو وي چې د معلولیت له امله په ټولنه کې له تبعیض یا توپیريز چلند سره مخامخ وي:

"کله چې له دوولسم ټولګی فارغ شوم. څو پوهنتونو له ما وبخښنه وغوښتل چې موږ تا د لوړو زده کړو لپاره نه شو کولای جذبولای. په دې خاطر چې ته څه نه ویني او سبا زموږ استادان له تا سره په سرخوږي اخته کېږي. د ازموینو پر مهال به استادان په تشویش کې وو چې تا به څنګه امتحان ور کوي او موږ به له تاسو څه ډول امتحان اخلو. نو ځکه لا تر اوسه مې څو ازموینې پاتې دي او استادان وخت نه راکوي چې راسره کښینې او په تحریري ډول امتحان راڅخه واخلي."

د عکس تشریح،

شرف الدین عظیمي: تبعیضي چلند کوونکی باید رواني ډاکټر ته ورشي

د ټولنپوهانو په وینا، په افغانستان کې روانې اوږدې جګړې، د نورو ورانیو ترڅنګ د افغانانو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې تبعیضونه رامنځته کړي دي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايې، د تاوتریخوالي د ډېرو قضیو چې دوی څېړلي، پایله دا راوتلي چې د رامنځته کېدو اصلي لامل یې په ټولنه کې توپیريز چلند دی.

له وګړو سره د ژبي، قوم، سیمي، ملیت، نژاد، ټولنیز موقف، مذهب او اړوند نورو مسایلو په نظر کې نیولو سره توپیري چلند کول حقوقپوهان تبعیض بولي:

"زموږ دا وروستی راپور چې په افغانستان کې قانون ته د عامو خلکو د لاسرسی د وضعیت په اړ دی. په دغه راپور کې ښځو ویلي، د دې په خاطر چې دوی ښځي وې نو تبعیضي چلند ورسره کېدی او ور ته ویل شوي چې تاسو ښځي یاست، شکایت درسره نه ښایي."

"توپیري چلند جرم دی"

ارواپوهان وايي تبعیض رواني ناروغي ده. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ارواپوهنې د څانګې استاد شرف الدین عظیمي وايي هر څوک چې په دې پوه شي، له نورو سره یې چلند د تبعیض له مخې دی، باید رواني ډاکتر ته د درملنې په موخه ور شي:

"ارواپوهان د هغو کسانو په درملنه کې چې د تبعیضي ناروغۍ اخته دي، د ارواپوهنې له لارې د دوی درملنه کوي. ارواپوهان په دې هڅه کې وي چې د دوی د ذهني باورونو او جوړښت له لارې د دوی د تبعیضي ناروغۍ درملنه وکړي."

د افغانستان اساسي قانون له مخې له وګړو سره هر ډول تبعیض کول منع ګڼل شوی او توپیري چلند یې جرم یاد کړی دی.

د اېچ آی وي اېډز د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د ګډو هڅو پروګرام اجرايوي مشرې د سږ کال د شعار په توګه ویلي "تر هغې د روغتيا په تړاو خپل لرلید ته نشو رسېدلی، تر څو چې د تبعیض پر وړاندې ونه درېږو."

ملګري ملتونه باوري دي چې هېڅوک باید د عمر، جنس، جنسي تمایل، معلولیت، توکم، قوم، ژبې، (د اېچ آی وي په ګډون) د ناروغیو، جغرافيې، اقتصادي موقعیت، کډوالۍ او بل هر دلیل له مخې له تبعیض سره مخ نه شي.

ملګري ملتونه وايي د تبعیض له منځه وړلو دا کمپاین به خلک ننګوي چې د تبعیض په اړه لومړی ځان پوه کړي او بیا دا پوهه له خپلو ملګرو او کورنۍ سره شریکه کړي.