بحث: څرنګه افغانستان کې سوله راتلی شي؟
بحث: څرنګه افغانستان کې سوله راتلی شي؟
افغان ولسمشر اشرف غني (چارشنبې ۲۸ فبروري) طالبانو ته د غیر مشروط خبرو او د یوې سیاسي ډلې په توګه د طالبانو د پېژندلو وړاندیزکړی. ده چې په کابل کې د سولې په اړه نړیوال کانفرانس کې خبرې کولې جګړې ته د پای ورکولو لپاره د اوربند او د بندیانو د پرېښودو وړاندیز هم وکړ.
اوونیز بحث کې د افغان ولسمشر په دې وړاندیز او دا چې له ډېره وخت د سولې خبرې کېږي او دا ډول وړاندیزونه مخې ته راځي خو د جګړې په ختمولو کې یې مرسته نه ده کړې، په دې لاره کې ستونزې څه دی او ترې د وتلو لاره څه ده؟
عنایت الحق یاسيني په دې اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې شورا ویاند احسان طاهري او د چارو شنونکي هارون میر سره غږېدلی دی.