د افغان-ترک ښوونځي دوې نجونې - دوه جلا نظرونه

بشرا فراکیش د انځور حقوق BUSHRA FARkiSH
Image caption بشرا وایي د ژوند تر ټولو خوږې ورځې یې په افغان-ترک ښوونځي کې وې

افغان دولت څو ورځې وړاندې د ترکیې له حکومت سره د یوې دوه اړخیزه هوکړې له مخې په دې هېواد کې د فعالو افغان-ترک لېسو واک اومدیریت د ترکیې دولت ته وسپاره.

خو افغانستان لومړی هېواد نه دی چې دا ډول ګام پورته کوي. تر دې وړاندې پاکستان هم د یادو ښوونځیو په اړه ورته ګام پورته کړی. دې پرېکړې هم په افغانستان او هم پاکستان کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي.

تر ټولو سخت مخالفت د دغو لیسو د زدکوونکو او د هغوی د کورنیو لخوا را مخې ته شو. دوی د افغان حکومت پر دې پرېکړه خوښ نه دي. اندېښنه یې دا ده چې دوی به له با کیفیته زدکړو بې برخې شي.

خو په افغانستان کې د ترکیې پراختیایي بنسټ یا تیکا جلا استدلال لري. یاد بنسټ ادعا کوي چې د دغو ښوونځیو فعالیت مشکوک دی، او زدکوونکي پکې تندلاري کېږي. له همدې کبله یې د افغانستان له حکومت نه د افغان-ترک ښوونځیو منحلولو غوښتنه وکړه.

په دې لیکنه کې دوه داسې نجونې چې له افغان-ترک لیسو نه فارغې شوې دي، خپلې تجربې او نظرونه راسره شریکوي.

Image caption د ښوونځیو په اړه د افغان حکومت پرېکړې بېلابېل غبرګونونه را پارولي.

بشرا فراکیش څلور کاله وړاندې له یادې لیسې فارغه شوې. نوموړې راته خپله تجربه وویله:

"د ژوند خواږه وختونه مې افغان-ترک لېسه کې وو. اخلاق او د اسلام دین مې هلته زده کړل. د رهبرلیک (رهبریت) په نوم یو درسي ټولګی مو درلود. اوونۍ کې به یو ساعت و. ښوونکیو به پنځه ویشت یا دېرش نجونې راټولې کړې.

چای او کېک به یې راوړل، یا به په انګړ او یا به مېلمستون کې کیناستلو. د سعید نورسي (نامتو کردي سني عالم) کتابونه به یې راته لوستل. د قران کریم تفسیر او ورځني اخلاق یې را ښودل. مثلاً دا چې په کور کې باید څرنګ چلن وکړو، له خپلو ټولګیوالو سره څنک و اوسو، او دا چې باید چاته ضرر ونه رسوو"

د بشرا لپاره په ښوونځي کې دا ډول فعالیتونه یوه عادي او د منلو وړ خبره وه. خو د همدې لېسې یوه بله پخوانۍ زده کوونکې ملالۍ (بدل نوم) دا هر څه له اندازې ډېر بولي. نوموړې راته خپل دریځ داسې بیان کړ:

"په دې ښوونځي کې ژوند سخت وي. ځان به تل ګنهګاره درته ښکاري. مثلا که کوم وخت په چپه پښه یو ځای ته هم د ننه شې نو د ګناه احساس به کوې. که په لوړ غږ یا لږه ‌‌‌‌‌‌ډېره وخاندې نو هم ځان درته ملامت ښکاري. په درسونو کې د وجدان له عذابه ور ها خوا نور څه نه شته. زه په لیلیه کې وم. یوه شپه دوه بجې د یوې بلې نجلۍ په سلګیو راویښه شوم. په خپل ځای کې ناسته وه او د باران غوندې یې اوښکې ورېدې. بس په دې خاطر چې بې له اجازې یې بلې ټولګیوالې نه قلم راخیستی و او ښوونکې ورته ویلي و چې دا کار یې حرام دی"

خو بشرا د افغان-ترک ښوونځي یو بل تصویر را وښود:

"موږ به د کمپ په نوم هر سمستر کې یوه تفرېح لرله. ترکي او انګریزي کتابونه به مو لوستل. ‌‌‌‌‌‌ډېر یې دیني کیسې او د پیغمبر(ص) د ژوند روایتونه وو"

ملالۍ بیا یوه بله کېسه راته وکړه:

"یو وار یې نیمه شپه کې راویښې کړو. حلقه یې جوړه کړه. ښوونکې مو دعا پیل کړه. راته یې وویل چې د دې دعا په لوستو به پېغمبر(ص) په خوب کې ووینئ او که چا ونه لېده نو حتما ګنهګاره ده او باید خپل عملونه سم کړي. په سبا یې له نیمايي ‌‌‌‌‌‌ډېرې نجونې په ژړا وې. څوک یې په خوب نه وو لیدلي"

بشرا راته وویل:

"ښوونکو به مو له همدې دعاګانو سره سره پر تهجد لمونځونو ټینګار کاوه. راته به یې ویل، ګور به مو رڼا کړي. زه فکر کوم دا هرڅه زموږ په خیر وو"

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان-ترک ښوونځي د افغانستان په څو لویو ښارونو کې فعاله دي.

د افغان-ترک ښوونځیو نجونې پړونی په یو ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په سروي. هغه داسې چې لومړی له سره ټوټه تړي او بیا د پاسه پرې ټیکری په سروي.

بشرا راته وویل چې دا ډول پړونی پر سرول اجباري نه و، البته ښوونکیو به یې تل ورته ویل چې پتلون یې باید تنګ نه وي او ویښته یې هم باید ښکاره نه شي.

ملالۍ ته کیسه دومره اسانه نه وه. هغې وویل:

" د نجونو چاپېریال و. نه مې غوښتل پړونی په سر کړم. خو هره ورځ به یوې نه یوې ښوونکې راته ژړل. غېږ کې به یې نیولم. راته به یې ویل، د دوزخ اور کې به سوځې. یو نیم وخت به د ملامتۍ احساس له پښو غورځولم"

د دې لیسو دواړه زدکوونکیو دا هم وویل چې ورته ویل کېدل دین او ساینس لکه د مرغۍ دوه وزرې داسې دي. انسانان یې باید زده کړي. دا یې هم ورته ویل چې د خدای په لار کې تر ټولو غوره جهاد دا دی چې انسان زدکړې وکړي او علم ترلاسه کړي.

ورته مطالب