کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر قراردادي موټر برید شوی

برید د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه قراردادي موټر برید شوی. په دې پېښه کې یو ځوان وژل شوی او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. تر دې دمه چا د برید مسولیت نه دی منلی.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نصر رحیمي رسنیو ته ویلي، برید د جمعې په ورځ ګهیځ ۹ بجې د کابل ختیځ نهمې امنیتي حوزې اړوند قابل بای سیمه کې شوی.

د نوموړي په وینا، بریدګر یو مازده ډوله موټر چې چاودېدونکي توکي پکې بار وو، د کایا به نامه د یوه شرکت له لنډ کروزر موټر سره جنګولی.

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، چاودنه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د یوه کاروان د تېرېدو پرمهال شوې.

بله خوا، د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، برید په داسې وخت کې شوی چې د بهرنیو ځواکونو دې قراردادي موټر غوښتل چې د بهرنیو سرتېرو استوګنځي ته ننوځي.

نوموړي زیاته کړه، برید د سړک پرغاړه شوی او له چاودنې وروسته بهرنیو ځواکونو په نښه شوی موټر خپل پوځي مرکز ته ننویستلی دی.

د بي بي سي خبریال سید ولي ناصر چې د چاودنې عیني شاهد و، وایي له چاودنې لږ څه وروسته د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.

د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

کابل ځانمرګی برید: ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګی برید شوی

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د انځور حقوق EPA

وړاندې هم د کابل په یو شمېر حساسو سیمو کې ورته ځانمرګي او یا ډله ییز بریدونه شوي، چې مسؤولیت یې ډېری وخت وسله وال طالبان مني.

د جمعې ورځې برید پلازمېنه کابل کې له وسله والو طالبانو سره د سولې او اوربند په تړاو د "کابل بهیر" له دویمې غونډې وروسته شوی.

د تېرې چارشنبې په ورځ (کب ۹مه) د "کابل بهیر" غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د اوربند او سولې خبره یو ځل بیا یاده کړه.

دې ناسته کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او درو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

افغان حکومت وایي، د طالبانو د دفتر له پرانستلو، هغوی ته د ازاد سفر کولو لپاره د پاسپورټونو له ورکړې او د یو شمېر طالب بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت نه لري.

تېره میاشت هم کابل ښار د خونړیو بریدونو شاهد و. د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه، ولسمشرۍ ماڼۍ او د ناټو مرکزي قومندانۍ ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه دوه کسه ووژل او اووه نور یې ټپیان کړل.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۲۷مه، د کابل په صدارت څلور لاره کې په یوه ځانمرګي برید کې تر سلو ډېر کسان ووژل شول او ۲۳۵ تنه نور ټپیان شول.

افغانستان کې وروستي لوی بریدونه

  • جنوري ۲۰: په وسلو سمبالو طالبانو د کابل پر کاننټننټل هوټل برید لږترلږه ۲۲ کسان ووژل
  • جنوري ۲۴: د داعش ځانوژونکو جلال اباد کې د ماشومانو ساتنې مؤسسې پر دفتر برید شپږ کسان ووژل
  • جنوري ۲۷: طالبانو د یوه امبولانس په مټ برید صدارت څلور لاره کې برید وکړ، ۱۰۳ کسان یې ووژل
  • جنوري ۲۹: داعش اورپکو کابل کې پر یوې پوستې برید کې ۱۱ افغان سرتېري ووژل
  • فبروري ۲۴: په هېواد کې بېلابېلو بریدونو تر ۲۵ ډېر کسان ووژل، چې ډېری پکې افغان سرتېري وو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل صدارت څلورلارې کې ځانمرګي بريد درنه مرګژوبله اړولې ده
د انځور حقوق AFP/Getty Images
د انځور حقوق AFP/Getty Images
د انځور حقوق AFP/Getty Images

اړونده مطالب

ورته مطالب