د خوست زرغونولو مېله

د خوست زرغونولو مېله

سوېل ختیځ خوست کې د کب میاشتې له پیل نه په حکومتي او ولسي کچه د نیالګیو کرلو لړۍ پيل شوې ده. چارواکي وایي، چې سږ کال به د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو، عامه ځایونو کې شاوخوا پنځه سوه زره نیالګي کینول شي.

خوست ښاروالي وايي چې د نیالګیو ساتنې ته به هم پام کوي. د خوست په ځینو ولسوالیو کې د ولسي دود له مخې که څوک نیالګیو ته زیان ورسوي، درنه ناغه به پرې کوي. احمد شاه له خوسته ددې درې ورځنۍ مېلې په اړه دا رپوټ چمتو کړی.