د افغانستان اوبو او ځمکې شخړې؛ حل یې کم لانجه یې ډېره

اوبه د انځور حقوق FB
Image caption د کرنې لپاره د اوبو د وېش څرنګوالی چې کلونه ورته پام نه دی شوی، اوس د کورنیو، د اوبو د شریکانو تر منځ د شخړو لامل شوی.

په افغانستان کې له ګډو اوبو د ګټې اخیستنې پر سر اختلافونه وخت ناوخت د نښتو او حتی شخصي دښمنیو لامل کېږي.

په وروستۍ پېښه کې په غزني کې د کرنې لپاره د اوبو د وېش په سر د ځايي اوسېدونکو ترمنځ تاوتریخوالي کې دوه کليوال وژل شوي او درې نور ټپيان شو دي.

د غزني د پولیسو مشر محمد زمان وايي، قره باغ ولسوالۍ د نیخته او شیراباد کلیو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه له کلونو راهیسې روانه وه، چې دا ځل د دو تنو د مرګ لامل شوه:

"دا د سږ کال نه، بلکې د کلونو مشکل دی. په دې کې داسې ناګواره پېښې رامنځته شوې دي موږ دا د ځان وظیفه ګڼو چې چا دغه عمل ترسره کړی هغه به نیسو او د قانون منګولو ته به یې سپارو."

خلکو خپل مړي ولسوالۍ ته راوړي وو او د کابل - کندهار لویه لار یې د څو ساعتونو په مخه تړلې وه.

د وژل شوي محمد ابراهیم پلار محمد ظاهر وايي، د نیخته کلي ځینې کسان د دوی کلي او کاله ته تېره شپه ناوخته پوځي جامو کې ورغلل:

"تېره شپه ناوخته دغه کسان پوځي جامو کې راغلل، زموږ کور ته راواوښتل زما دوه زامن یې ولچک کړل، بیا یې په یوه هلک او سړي ډزې وکړې او دواړه ووژل شول. څلور کلن هلک ویده و. ډزو کې یوه ښځه او یو بل سړی هم ټپیان شوي، چې کابل ته مو واستول."

د خوست په ناامنیو کې ۱۴ کسان وژل شوي

پکتیا کې د ځمکې پرسر شخړې ۳ کسان ووژل

کابل کې د ځمکې پر سر وسله واله شخړه شوې

ننګرهار: د ځمکې پر سر شخړه کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي

د دغو دوو کلونو ترمنځ د اوبو او ځمکې پرسر شخړه له کلونو راهیسې دوام لري، چې په تېر کې هم ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قره باغ ولسوال صاحب خان وايي، وسله وال کسان شیراباد کلي کې یوه کور ته ننوتلي او دوه تنه یې وژلي دي:

"د شپې خلک راغلي د ابراهیم په نامه د یوه کس په کور یې حمله کړې او په بام راوښتي وو. دوه یې شهیدان کړي او دوه یې زخمیان کړي دي خلک مظاهره کړې او لارې یې بندې کړې."

کابل کې هم نن د سیمې خلکو چې خپل ټپيان یې ایمرجنسي روغتون ته راوړي وو د یاد روغتون مخې ته د اعتراض په ډول را ټول شوي وو.

دوی له حکومته وغوښتل چې قره باغ ولسوالۍ کې د اوبو پر سر د خلکو ترمنځ ستونزې حل کړي.

د کرنې لپاره د اوبو د مدیريت بحث د دغه هېواد د ولسمشر له خوا هم مطرح شوی، خو د اوبو د انډول شوي وېش پر سر ستونزې لا پر ځای پاتې دي.

افغانستان د اوبو بډایې سرچينې لري، خو له دې سره سره په یو شمېر ولایتونو کې اوبو ته اړتيا په ډېرېدو ده او ورسره جوخت پرې شخړې او تاوتريخوالي هم ډېر شوي دي.

Image caption د اوبو د ویش پر سر د وژل شویو کسانو رسمي شمېرې نه شته، خو د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو په دې اړه ریپوټونه خپاره شوي.

د کرنې لپاره د اوبو د وېش څرنګوالی چې کلونه ورته پام نه دی شوی، اوس د کورنیو، د اوبو د شریکانو تر منځ د شخړو لامل شوی.

د کلیوالو ژوند په کرنیزو حاصلاتو تړلی وي، که ځمکو ته یې اوبه ورسېږي نو زړونه یې ښاد وي، کنه د غزني قره باغ ولسوالۍ د دو کلیو د اوسېدونکو په څېر د غم په ټغر ناست وي.

افغانستان کې د کرنیزو ځمکو، څړځایونو او له اوبو د ګټې اخیستو پر سر وخت ناوخت شخړې رامنځ ته کېږي.

د اوبو د ویش پر سر د وژل شویو کسانو رسمي شمېرې نه شته، خو د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو په دې اړه ریپوټونه خپاره شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب