د یوه ولایت لپاره یوازې دوه- درې نرسان

روغتون د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption روغتیا وزارت هم مني چې د نورو هېوادونو پر خلاف افغانستان کې د نرسانو پرتلې د ډاکټرانو شمېر ډېر دی.

افغانستان کې د نرسانو شمېر دومره لږ دی چې په لویو دولتي روغتونونو کې د لسو ناروغانو لپاره یوه نرسه یا نرس کار کوي. په ځينو ولایتونو کې د ټول ولایت لپاره دوه یا درې نرسان کار کوي.

د بودیجې لږوالی، د نرسنګ له مسلک سره نه لېوالتیا او د دغې دندې لږ عاید هغه لاملونه دي، چې دغه کار ته يې د لېوالو خلکو شمېر راټيټ کړی.

روغتیا وزارت هم مني چې د نورو هېوادونو پر خلاف افغانستان کې د نرسانو پرتلې د ډاکټرانو شمېر ډېر دی.

یو شمېر نرسان بيا وایي د کار ډېروالي او یوشمېر نورو ستونزو دوی د نرسنګ له مسلکه زړه تورې کړي دي.

پر یوه چپرکټ څلور ناروغان

د ماشومانو تر ټولو ستر دولتي روغتون؛ د اندارګاندي په نوم دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر دومره ډېر دی چې په یوه چپرکټ درې څلور ناروغان بستر دي.

پاکستان د جعلي اسنادو ماهر مخکښ

'د کابل هوا کې تور رنګه چتر پراخېږي'

''د طبابت اخلاق''، که د ډاکټرانو بې غوري

یوه خونه کې چې له لسو ډېر ناروغان دي یو نرس په کار اخته دی، یوه ته ستن لګوي بل ته دارو ورکوي د دریم سیروم کنټرولوي، کار یې په منډه دی.

دومره بوخت دی چې زه له شرمه ترې د خبرو غوښتنه نه کوم راته یې وویل د کار ستړیا له خپل مسلکه زړه توری کړی:

د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption یو شمېر نرسان بيا وایي د کار ډېروالي او یوشمېر نورو ستونزو دوی د نرسنګ له مسلکه زړه تورې کړي دي.
د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption د ماشومانو تر ټولو ستر دولتي روغتون؛ د اندارګاندي په نوم دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر دومره ډېر دی چې په یوه چپرکټ درې څلور ناروغان بستر دي.
د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption په دې روغتون کې چې درې سوه بستریز دی یوازې ۹۷ نرسان کار کوي.

"دومره ستونزې دي او د کار فشار، پښېمانه یم چې ولې مې دا مسلک ټاکه."

د اندراګاندي روغتون سر طبیب محمد بشیر قریشي وایي روغتون یې د نرسانو له جدي کمښت سره مخامخ دی.

په دې روغتون کې چې درې سوه بستریز دی یوازې ۹۷ نرسان کار کوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي افغانستان کې د نورو هېوادونو پرتله د ډاکټرانو شمېر تر نرسانو ډېر دی:

" په منځني ډول باید یو ډاکټر او څلور نرسان وي، خو افغانستان کې برعکس، څلور ډاکټران او یو نرس دی."

د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption یوه خونه کې چې له لسو ډېر ناروغان دي یو نرس په کار اخته دی، یوه ته ستن لګوي بل ته دارو ورکوي د دریم سیروم کنټرولوي، کار یې په منډه دی.
د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دولتي روغتيايي مرکزونو کې له دوو زرو ډېر ډاکتران کار کوي،

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دولتي روغتيايي مرکزونو کې له دوو زرو ډېر ډاکتران کار کوي، خو د نرسانو شمېر بیا شاوخوا ۱۵۰۰ ته رسېږي او په ځینو ولایاتونو کې بیا دا شمېر یوازې دوو یا درېیو نرسانو ته رسېږي.

روغتیا وزارت هم د دغې ستونزې د حل لپاره کومه تګلاره نه لري، خو یوازې نرسان هڅوي چې خپل مسلک ته شا نه کړي.

د اندراګاندي روغتون د نرسانو مشر نجیب الله کوچی هغه لاملونه په ګوته کوي چې نرسان یې له امله خپله دنده پرېږدي:

"دا چې امکانات نه ورته برابرېږي، دوی خپل مسلک پرېږدي او بل مسلک ته ځي."

د انځور حقوق بي بي سي پښتو
Image caption د افغانستان دولتي روغتیايي مرکزونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ نرسان کار کوي.

په وروستیو څو کلونو کې هر کال له ۵۰ تر ۸۰ نرسان فارغېږي خو په خصوصي انسټیټوټو کې بیا دا څه لږ لیدل کېږي، ځکه ډېر په دې باور دي که د پیسو بدل کې زدکړه کوي ولې طب نه لولي؟ داسې مسلک چې ډېر عاید او نوم هم لري.

دا به وروسته ولیدل شي چې روغتیا وزارت دا ستونزه څنګه حلوي او د ډاکټرانو او نرسانو ترمنځ به په ډول معیاري حقونه برابروي.

ورته مطالب