خوست کې سوداګريز اعلانونه

خوست کې سوداګريز اعلانونه

د افغانستان په خوست ولایت کې د ښار داسې دېوال به و نه مومئ چې یو څه پرې نه وي لیکل شوې. ډېری یې سوداګریز اعلانونه دي.

ستونزه دا ده چې دا اعلانونه خلک پر خپل سر او د ښاروالۍ له اجازې پرته پر دېوالونو لیکي. خوست ښاروالي وايي، دا کار یې په تاوان دی، خو څه تاوان او حل یې شته او که نه؟