غزني کې لاریونوال: امنیتي ځواکونو مو خیمه و سوځوله او درې کسان یې ټپي کړل

ر د انځور حقوق FB
Image caption لاریون د کابل کندهار په لویه لار.

د غزني ولایت په مرکز کې پرلتیان وايي، تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو پر اعتراضیانو ډزې کړې دي او درې کسان یې ټپیان کړي دي.

دا اعتراض په څلورمه ورځ هم روان او له امله یې د کابل- کندهار لار تړلې ده.

دا پرلت له هغه وروسته پیل شو چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې نامسوولو وسلوالو د پولیسو جامه کې پر کورونو چاپه واچوله دوه کسان یې ووژل، دوه ښځې یې ټپي کړې او دوه نور یې له ځان سره یرغمل بوتلل.

متعرضانو د پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو او د یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره اول لاریون او بیا پرلت پیل کړ چې نن (سې شنبې) یې څلورمه ورځ ده.

د پرلتیانو یو مشر نقیب الله خاکسار بي بي سي ته وول، د غزني ښار د حیدر اباد په دپله سیمه کې یی کیږدۍ ته بیګاه شپه اور هم اچول شوی دی.

د شپي دوولس بجو په شاوخوا کې د ملي اردو عسکرو په اعتراض کوونکو باندې ډزي وکړې. درې کسه یې زخمیان کړل.

* غزنی له مدنیته بې ‌برخې، د اسلامي تمدن پلازمېنه

* غزني ته د اسلامي فرهنګي مرکز نوم ورکول کوم تاریخي ارزښت لري؟

خو د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا وايي، پرلتیانو د ښار په منځ کې د خلکو د تګ راتګ لارې بندي کړې. نو د حیدراباد په سیمه کې یې د دوی خیمه او دوی له هغې سیمې څخه وشړل.

هغه نه مني چې د اعتراض کوونکو څوک دې ټپیان شوي وي.

بل خوا، په خواله رسنیو کې د ځینو کسانو تصویرونه کښته پورته کېږي، چې په روغتون کې په بستري حالت کې ښودل کېږي.

دوی ادعا کوي چې د پرلت ګډونوال دي او تېره شپه امنیتي ځواکونو ټپي کړي دي.

خواله رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې له خلکو غوښتل کېږي، لاریون ته به دوام ورکړي او دا غوښتنه هم کېږي چې نور خلک هم له خپلو کلیو له دغه پرلت سره یوځای کړي.

کابل کې ملاتړی لاریون

ر د انځور حقوق Ghulam Haider Khan Sherani
Image caption د کابل لاریونوال وايي، د غزني د پرلت غوښتنې دې ومنل شي.

له بلې خوا، ټولنیزو او مدني فعالانو د کابل ښار له عیدګاه سره د غزني د پرلت په ملاتړ لاریون ته خلک وربللي.

په دغه لاریون کې پر حکومت غږ وشو چې د غزني د پرلتیانو غوښتنې ومني.

خواله رسنیو کې داسې انځورونه هم شته چې له کابل څخه غزني ته د پرلت په ملاتړ پکې د خلکو د تګ خبره کېږي.

د مساپرو ستونزې

غزني کې اعتراض کوونکو د څلورمي ورځې لپاره هم د کابل - کندهار لاره تړلې.

د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو د سپرلۍ او باري ګاډي ولاړ دي. د ښار هوټلونه هم له مسافرو ډک دي.

د کندهار د موټرو په تمځي کې یو هټیوال نورمحمد وايي: "دا دوه ورځي کېږي چې په لاسپیکرو کې ماښام مهال په ګاډو کې سپاره کسان نارې وهي چې دوکانونه وتړئ. یوازې نانوايي او هوټلونو ته اجازه ورکوي. زموږ کاروبار په ټپه ولاړ دی".

لاریونوالو د دغې لويي لارې د بندېدو ترڅنګ بېګا ماښام هڅه وکړه چې د ښار په نورو سیمو کې هم لارې وتړي او په واټونو کې د پرلت خیمې ودروي.

ورته مطالب