افغانستان کې د ښځو د حقونو حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د ښځو د حقونو حال

ملګري ملتونه وايي د افغان حکومت، نړيوالې ټولنې او ځايي مدني ټولنو په ګډو هلو ځلو، افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه ارزښتناک پرمختګ شوی، چې پوهنه، سياسي ګډون او زياتېدونکی اقتصادي رول یې هم په کې دي. خو ټولنه کې دښځو پر وړاندې د زورزیاتي پېښې لا تر اوسه يوه لويه ننګونه ده. يو له هغو ولايتونو چې د ښخو پر وړاندې تاوتريخوالي پېښې په کې ډېرې دي، کندهار دی. دغه ولايت کې يوازې يوه ښځينه څارنواله ده، چې وايي یوه کال کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زورزیاتي له ۵۰ زياتې پېښې څېړلي دي. مامون درانی پرې له کندهاره راپور لري.