اشرف غني: ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي

. د انځور حقوق ARG
Image caption اشرف غني، په تېرو درېوو کلونو کې ۳۰۰ قوانین او تقنیني فرمانونه تدوین او تصویب شوي دي چې لویه لاسته راوړنه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي او د ملي وحدت حکومت ځان مکلف بولي چې د ټاکنو تر سره کولو لپاره سرچینې برابرې کړي.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې نن چارشنبه د مارچ ۷مه د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کاري کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

ښاغلي غني پخپلو خبرو کې وویل، د رڼو ټاکنو تر سره کول، د نظام د مشروعیت په پیاوړتیا کې مرسته کوي، نو ځکه د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې د ټاکنو امنیت خوندي او په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو، ملکي ادارو او سیاسي کړیو د لاسوهنې مخه ونیسي.

محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو څخه مننه وکړه چې پخپله کاري دوره کې یې د خلکو د غوښتنو په رسولو او له نظام سره د هغوی د اړیکو په ټینګولو کې د ده په وینا رغنده رول لوبولی دی:

"په تېرو درېوو کلونو کې ۳۰۰ قوانین او تقنیني فرمانونه تدوین او تصویب شوي دي چې لویه لاسته راوړنه ده."

ښاغلي غني پر داسې مهال پر خپل وخت د ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو او ملي شورا ټاکنو مهال لا مشخص شوی نه دی.

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په غوایي میاشت کې ترسره شوې وای خو هغه مهال دولت دغه ټاکنې ترسره نه کړای شوې او ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د ولسي جرګې کاري وخت تر راتلونکو ټاکنو وغځاوه.

د انځور حقوق IECA
Image caption نا امني او د بودیجې کمښت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه یادېږي

پتېیل شوې وه چې د افغانستان د ملي شورا ټاکنې د راتلوتکي ۱۳۹۷لمریز کال په اوړي کې ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت یو ځل بیا وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ټاکل شوي وخت نه ترسره کېږي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید حفیظ هاشمي ویلي، د دوی په کمېسیون کې پخواني ټکني کارونه او د پرمختګونو پروړاندې ځینې خنډونه پروخت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولې.

نوموړی د دغو ستونزو له ډلې یوه یې د مشرتابه په ادلون بدلون د وخت ضایع کېدل بللي وو.

* د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په ځنډ کېږي

* پارلماني ټاکنې: ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې

* "که نړیواله ټولنه ژمنې پوره نه کړي، د ولسي جرګې ټاکنې نه شي ترسره کېدی "

نا امني او د بودیجې کمښت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه یادېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه بهیر ترسره کېدو لپاره ۲۱۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده چې دغه کمېسیون لا تراوسه نه ده ترلاسه کړې.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳مې مادې له مخې، د ولسي جرګې د منتخبو غړو د کار پای موده د کاري دورې په پنځم کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه د نویو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته پای ته رسېږي.

ترڅنګ یې په قانون کې دا خبره هم شوې چې د کاري دورې له پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې وړاندې دې ټاکنې وشي.

ورته مطالب