افغانستان: د سولې له هيلو سره د ښځو ورځې لمانځنه

ننګرهار

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان حکومته غوښتي چې پر لوړو او تصمیم نیوونکو څوکیو د افغانو ښځو ونډه ډېره کړي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې ویلي د دې لپاره چې په راتلونکي کې د افغان حکومت او ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه ډېره شي باید یوه نجلۍ هم له زده کړو بې برخې پاتې نشي.

افغان حکومت هم د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ د «ښاري او کلیوال فعالان د ښځو ژوند بدلوي.» تر شعار لاندې په کابل او ولایتونو کې ولمانځله.

بل لور ته جلال اباد ښار کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت د سولې له پېغام سره ګڼ شمېر افغان ښځې یوځای شوې وې. له دغو ښځو نه د ډېرو سترګې نمجنې وې. ځکه دوی وايي، په تاوتريخوالي او جګړو کې تر ټولو ډېر درد او کړاو همدوی ګالي.

د ښځو نړیواله ورځ

د ښځو نړيواله ورځ د پښتونخوا په هنداره کې

ځايي چارواکو غونډه کې د ښځو په لاسته راوړونو او پر وړاندې یې د پرتو ستونزو حلولو ژمنې وکړې. دوی په سوداګرۍ او زده کړو کې د ښځو ونډې ډېرولو خبرې وکړې.

د مراسیمو څنډه کېد دغه ښار یو شمېر اوسېدونکو ښځو ته په کال کې يوازې همدا یوه ورځ فرصت په لاس ورغلی و، چې په عامه ځایونو کې پخپل لاس پاخه کړي خواړه وپلوري.

یو شمېر کلیوالو مېرمنو د مراسیمو پر مهال پيرکي او سمبوسې پخولې او ځېنو په کې په کور پخې کړې کلچې او خواږه د پلور لپاره راوړي وو.

دغو ښځو ته یوه لنډ مهاله روزنه کې د خوړو پخول ورزده کړل شوي دي او وايي، له دې لارې ځان او کورنۍ ساتي.

مراسیمو کې د کلیوالو مېرمنو په لاس جوړ شوي یو شمېر تولیدات هم خرڅلاو ته اېښودل شوي و.

دغو مېرمنو کې هدیه رحماني هم وه، چې د یوه لوی کار ځای څښتنه ده او له همدې لارې نه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره مناسب عاید تر لاسه کوي، بلکې لسګونو نورو مېرمنو او نجونو ته یې هم خپل کار ځای کې کاري فرصتونه چمتو کړي دي.

په دغه ښار کې د مېرمنو ځانګړی بازار او ښځېنه پلورونکې نه شته، په دا ډول نندارتونونو کې په کورونو کې د چمتو شویو خوړو تحربه هم لا نوې ده او مراسمو ته یوې راغلې ګډونوالې نازیه، بي بي سي ته وویل، دغه ډول مراسم باید په ورځني بازار بدل شي، چې په وینا یې ورسره به د کارګرو مېرمنو لپاره د خپلو مصنوعاتو د پلور ساحه پراخه شي.