م. م د روهينګيايي کډوالو لپاره د يو ميليارد ډالرو مرسته غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وایي غواړي شاوخوا سل زره کډوال چې د پشکال موسم کې له ځمکښویېدنې سره مخامخ دي، نورو سیمو ته ولېږدوي.

ملګري ملتونه وایي نژدې یو میلیارد ډالر د هغو روهینګیایي کډوالو د بشري مرستو له پاره په کار دي چې په میانمار کې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي. په بنګله دېش کې د ملګرو ملتو ځایي سمبالوونکي میا سیپو بي بي سي ته وویل چې په دې اړه به یوه رسمي غوښتنه بله اوونۍ په جینیوا کې په رسمي ډول وړاندې شي.

د ملګرو ملتو چارواکي وایي څرنګه چې روښانه نه ده د روهینګیایي کډوالو بېرته ستنول به څومره وخت نیسي، دوی د دې کال تر پایه هغوی ته د خوړو، کو‌ډلې، روغتیاپالنې او د ځانپاکۍ امکاناتو د چمتو کولو له پاره د مرستو یوه نوې غوښتنه وړاندې کوي.

نژدې ۷۰۰ زره روهینګیایي کډوال له میانمار سره د بنګله دېش د سرحدي سیمو په کمپونو کې دېره شوي دي.

ګڼو دغو وګړو د میانمار له راخاین ولایت نه په تېښته ځانونه ایستلي پرته له دې چې هېڅ ډول اړین توکي ورسره واخلي او د ژوندي پاتېدو له پاره له یوې مخې په مرستندویو ټولنو تکیه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption نژدې ۷۰۰ زره روهینګیایي کډوال له میانمار سره د بنګله دېش د سرحدي سیمو په کمپونو کې دېره شوي دي.

په بنګله دېش کې د ملګرو ملتو ځایي سمبالوونکي میا سیپو وايي، دوی همداراز غواړي چې پر سیمه ییزو وګړو د کډوالو د دې دومره لوی بهیر د ورماتېدو ځینې ناوړه پایلې هم محدودې شي.

چارواکي وایي غواړي شاوخوا سل زره کډوال چې د پشکال موسم کې له ځمکښویېدنې سره مخامخ دي، نورو سیمو ته ولېږدوي.

بنګله دېش او میانمار د تېر کال په وروستیو کې د کډوالو د بېرته ستنولو یو تړون لاسلیک کړ، خو اوس داسې برېښي چې دغه بهیر ټپ درېدلی وي.

ورته مطالب