"د قانون له مخې د نادولتي موسسو په انحلال کې جدي یو"

مستور د انځور حقوق GMIC
Image caption ښاغلي مستور وویل، د اقتصاد وزارت پلان لري له اوسني رول څخه چې د ثبت او راپور اخیستو چاره پر مخ وړي راووځي او د نادولتي موسسسو او دولت ترمنځ د پول، همکار او لومړۍ سرچینې رول ولوبوي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، یو شمېر نادولتي موسسې دولت ته په منظم ډول د خپل فعالیت راپور نه ور کوي او حکومت به تر دې وروسته د قانون له مخې د موسسو په منحلولو کې جدي واوسي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، په تېر یوه کال کې ۱۱ بهرنیو او ۳۰۰ کورنیو نادولتي موسسو د خپل نه فعالیت په اړه خبر ور کړی او تر دې وروسته باید ښې موسسې له بدو او کارکوونکې له بې کاره هغو بېلې شي:

"موسسې باید تخصصي جوړې شي، اوس داسې کوم محدودیت نه شته چې څوک په کوم سکتور کې کار وکړي، کم شمېر داسې موسسې هم شته چې په کورنۍ سوداګرۍ بدلې شوې او د داسې موسسو بېلګې هم شته چې نا انتفاعي راجستر شوي، خو انتفاعي کارونه کوي."

* 'نا دولتي موسسو ته دواړه حکومت او مخالفین زیان رسوي'

* افغانستان کې روغتيا؛ خلک وايي درد یې نه دوا کېږي

نوموړي دغه څرګندونې د مارچ لسمه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نادولتي موسسو لومړني ملي کنفرانس ته په خبرو کې وکړې.

ښاغلي مستور وویل، د اقتصاد وزارت پلان لري له اوسني رول څخه چې د ثبت او راپور اخیستو چاره پر مخ وړي راووځي او د نادولتي موسسسو او دولت ترمنځ د پول، همکار او لومړۍ سرچینې رول ولوبوي.

د دغه کنفرانس موخه د لوږې له منځه وړلو او متوازن انکشاف د رامنځته کولو لپاره له نادولتي موسسو سره د لار نقشې برابرول ګڼل شوي دي.

په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت پر چارواکو سربېره د کورنيو او بهرنیو نادولتي موسسو غړو هم ګډون کړی و.

په کنفرانس کې د اکبر موسسې مشرې (فیاناګل) چې په افغانستان کې د نادولتي موسسو کارونه همغږي کوي، بیا ناامني د دولتي موسسو پر وړاندې جدي ننګونه وګڼله او ویې ویل چې د امنیتي ستونزو له امله د دوی فعالیتونه ټکني کېږي او لګښت یې پورته ځي:

" که امنیت نه وي موږ نه شو کولی د خپلو پروژو نېغه څارنه وکړو. په تېر کال کې د نادولتي موسسو په ۸۵۴ بریدونه شوي چې له امله یې ۱۵۲ کسان وژل شوي دي."

د مؤسسو ناانډوله فعالیتونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې د نادولتي موسسو د کارونو لنډمهالي او منځمهالې ګټورتیا ته تم شو خو د نادولتي موسسو د فعالیتونو پر ناانډوالۍ یې هم نیوکه وکړه.

ولسمشر وویل، نادولتي موسسو په یو شمېر هغه ځایونو کې چې نسبتاً امن کې دي، لکه د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالي او د دایکنډي ولایتونو کې هم متوازن فعالیت نه دی لرلی:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر د خپلو خبرو پای کې وړاندیز وکړ چې په تېرو ۱۷کلونو کې دې د نادولتي موسسو لګښتونه او فعالیتونه وارزول شي.

د ښاغلي غني په خبره، د نادولتي موسسو میکانیزم پروژه يي دی. کله چې په ۱۳۹۵ کال ۵۱۹۸ پروژې وې، ایا مدیریت به یې موثر وي؟ تاسو په نړیواله کچه د یوه هېواد بېلګه راوښيئ چې په نادولتي موسسو د تکیې په پایله کې یې لوږه له منځه تللي وي:

"ایا نادولتي بنسټونو په افغانستان کې دوامداره اقتصادي ځایځایګی موندلی او که څنګه؟ که نړیوالې مرستې بندې شي، تکیه به پر څه وي"؟

ولسمشر پخپلو خبرو کې د یوې خصوصي کارخونې بېلګه ورکړه چې د ۳۵ میلیونو ډالرو پانګې سره یې د افغانستان د اوسپنې ۳۳ سلنه واردات کم کړل. ښاغلي غني نادولتي موسسې مخاطبې کړې او ویې ویل تاسو ما ته کومه بېلګه راښودلی شئ چې سل میلیونه ډالره مو لګولي وي او پایله یې څه ده؟

ښاغلي غني وویل، "موږ د تدارکاتو په نوي قانون کې ۲۵ سلنه د کورنیو تولیداتو ته ځای ورکړی او پایله یې همدا ده چې ۱۹ تولیدي سکتورونه په پښو درېدلي او ۱۱ نورې یې په پښو د درېدو په حال کې دي. تاسو هم د خپلو بحثونو له منځه دغسې بېلګې وړاندې کولی شئ"؟

ولسمشر د خپلو خبرو پای کې وړاندیز وکړ چې په تېرو ۱۷کلونو کې دې د نادولتي موسسو لګښتونه او فعالیتونه وارزول شي.

ورته مطالب