د شمالي وزیرستان او خوست تر منځ غلام خان بندربيا پرانستل شوی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شمالي وزیرستان او خوست تر منځ غلام خان بندربيا پرانستل شوی

د شمالي وزیرستان او خوست تر منځ د غلام خان بندر سوداګریزه لار له څلور کلن ځنډ وروسته بيا پرانستل شوه.

له تورخم او سپين بولدک وروسته دا د پاکستان او افغانستان تر منځ درېيمه لویه لار ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیات له پیلېدو سره وتړل شوه.

د خوست د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي د طورخم په پرتله د غلام خان لار ۴۲۰ کیلو متره نژدې ده. ارزانه هم تمامېږي.

زمونږ همکار احمدشاه په خوست کې د سوداګریزو شرکتونو ټولنې مشر، انور تڼی پوښتلی دی، چې دا څومره ګټه ورته کوي؟