د فراه اناردرې د سقوط او بیا نیول کېدو ضد او نقیض خبرونه

فراه له ګاونډي ایران سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption فراه له ګاونډي ایران سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې تېره شپه د انار درې ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاس ته ورغلی و، خو نن سهار بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، تېره شپه ناوخته طالبانو په ډلییز ډول د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ په مرکز برید کړی وو.

د نوموړې په وینا، د امنیتي ځواکونو د کمښت له امله حکومتي ځواکونو شاتګ وکړ.

خو هغه وایي نن (دوشنبه، کب ۲۱مه) سهار شاخوا ۵ بجې نوي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د نوموړي په وینا، اوس د انار درې ولسوالي د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې ده او برید تر اوسه دوام لري.

دفاع وزات: د فراه نښته کې ۱۸ سرتېري وژل شوي

د فراه والي: له وسلوالو طالبانو سره نوې روسۍ وسله ده

د ښاغلي رحیمي په وینا ۵۶ طالبان د امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې وژل شوي.

د ده د معلوماتو له مخې په دغه برید کې د انار درې ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

طالبانو نن سهار د ځینو انځورونو په خپرولو سره د اناردرې ولسوالۍ کې خپل موجودیت وښود چې ګني دغه ولسوالي یې نیولې ده.

د افغانستان ملي شورا کې د فراه ځینو استازو هم د فراه د ځینو ولسوالیو د سقوط خبرداری ورکړی و.

د دغه ولایت پخواني والي محمد عارف شاه جهان هم ویلي وو، په دغه ولایت کې شاخوا ۴ زره حکومت مخالف ځواکونه شته.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فراه والي: طالبان غواړي پاکستان کې د خپلو شوراګانو یوه څانګه فراه کې ځای پر ځای کړي

نوموړي ویلي وو، فراه د افغانستان تدارکاتي دهلېز ګڼل کېږي چې په دې ولایت کې د اورپکو فعالیتونه د ټول هېواد لپاره سرخوږی جوړولی شي.

فراه له ګاونډي ایران سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د تېر کال په سپټمبر کې د افغانستان د پوځ لوی درستیز بي بي سي ته وویل، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د فراه والي محمد عارف شاه جهان بي بي سي ته ویلي وو، په دغه ولایت کې د جګړې تر شا بهرني لاسونه دي.

د نوموړي په خبره، وسلوال طالبان په نوې روسۍ وسله جګړه کوي:

"موږ چې له طالبانو کله وسله نیسو، له دوی سره نوې روسۍ وسله ده، په دې باوري یو چې له پولې سره ډېر نږدې دوی روزل کېږي".

ښاغلي شاه جهان ویلي وو، افغان ځواکونو له وسلوالو طالبانو داسې د شپې دوربینونه نیولي، چې ښيي روسیه کې جوړ شوي دي:

"دا دوربینونه واټن معلومولی شي، په تیاره شپه کې خورا ښه نښه ویشتلی شي او داسې لېزر لري چې په شپه کې لیدلو ته لار اواروي".

د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله هم د دغي وسلې له امله ده.

ورته مطالب