ډاکټر عبدالله: د بلخ ولایت لانجه به ژر حل شي

عطا محمد نور د انځور حقوق FB/ATTA MOHAMMAD NOOR
Image caption عطا محمد نور ټینګار کوي چې ځایناستی یې باید د ده په خوښه وټاکل شي

د ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ سیاسي لانجه حل کېدو ته نږدې شوې ده.

ښاغلي عبدالله دې مسئلې ته د دوشنبې پر ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې اشاره وکړه، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې د لانجې د حل لپاره کومه لاره غوره شوې.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه باوري سرچینه هم وایي، د جمیعت ګوند بلخ ته د والي په توګه د څو کسانو لست برابرکړی او هر کله چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له اروپایي سفره راستون شي، په اړه به یې وروستۍ پریکړه وشي.

همدې سرچینې بي بي سي ته زیاته کړه، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور منلې ده چې له خپلۍ څوکۍ لاس پر سر شي، خو په دې شرط چې د نوموړي د خوښې کس یې ځایناستی شي.

سرچینې تمه وښوده چې دواړه خواوې به تر نوي کاله د بلخ ولایت په اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

خو د جمیعت ګوند په دې اړه ناخبري وښوده او مشرتابه شورا غړي یې محی الدین مهدي بي بي سي ته وویل د نویو پریکړو په اړه معلومات کره نه دي .

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم په دې تړاو د دوشنبې پر ورځ د وزیرانو شورا ته وویل:

"د کال په وروستیو ورځو کې په دې خوښ یو چې د ارګ او بلخ تر منځ راپورته شوې لانجې پای ته رسیدونکي دي او هیله من یو نورو برخو کی هم پرمختګونه ولرو"

ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا درې میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې ولسشمر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې محمد داود د بلخ د والي په توګه اعلان شو.

خو نوي ټاکل شوي والي تر نن ورځ رسماً دنده نه ده پیل کړې.

Image caption د بلخ نوي والي محمد داود تر اوسه رسماً دنده نه ده پیل کړې

ښاغلی نور چې د جمیعت ګوند اجرایي مشر هم دی وایي استعفای مشروطه وه او له کومې هوکړې پرته واک پرېښودو ته چمتو نه دی.

نوموړی ټینګار کوي چې د جمیعت ګوند په همغږۍ او د ملي یوالي د حکومت د هوکړې پربنسټ دا څوکۍ ورکړل شوې او د جمیعت ګوند له پریکړې پرته به واک پرینږدي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د دغو جنجالونو د حل لپاره د ولسمشر د دفتر او د ملي امنیت مشران بلخ ته لیږلي وو او دغو دواړو له عطا محمد نور سره مخامخ خبرې وکړې.

پر دغو خبرو هم نژدې اونۍ اوړي، خو جزیات یې لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

ورته مطالب