د طالبانو دام کې ګیر کس، طالبان وژلي او تښتېدلی

. د انځور حقوق Paktika press office
Image caption د طالبانو له منګولو تښتېدلی کس اول خان نومېږي

په پکتیکا ولایت کې د یوه سیمه ییز پولیس ورور، چې وسله والو طالبانو برمته کړی و، څو طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او په تېښته بریالی شوی دی.

دغه کس اول خان نومېږي او ویل کېږي چې د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندان ورور دی.

له پکتیکا ولایت څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:

"اول خان د چار شنبې په ورځ د مارچ ۱۴مه، وسله والو طالبانو وتښتاوه، خو په یوه تکتیکي حرکت سره یې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او ځان یې د دوی له منګولو خلاص کړ."

وسله والو طالبانو یاده پېښه تایید کړې، خو طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې کچه يي ناسمه بللې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په سیمه کې د بي بي سي همکار احمد شاه ته ویلي، تښتول شوی کس په سیمه ییزو پولیسو کې د غړیتوب په تور نیول شوی و او د څېړنو پر مهال وسله لاس ته ورغلې او ۳ طالب ساتونکي یې وژلي دي.

* ''پکتیکا کې یو ځوان له ملي بېرغ سره د مینې له کبله وژل شوی''

* د پکتیکا امنیتي چارواکي: د حقانې شبکې څلور وسله وال مو نیولي

* د لوړ ولور خلاف قومي تړون

د سروبي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان دریاخان وایي، ورور یې د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري نیول شوی و.

هغه زیاتوي، ورور یې د وسله والو طالبانو موټر له ځانه سره خپلې سیمې ته راوستلی او د دوی له منګولو سلامت را خلاص شوی دی.

پکتیکا د افغانستان په سویل ختیځ کې پر ډیورنډ کرښه پروت ولایت دی چې ډېری وختونه پکې د وسله والو طالبانو د فعالیت راپورونه ور کول کېږي.

ورته مطالب