کابل کې پر ښوونیز مرکز 'لاس بم برید' ۶ کسان ټپیان کړي

.

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د شپږمې حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې یوه بریدګر ښوونیز مرکز ته لاسي بم غورځولی دی. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دغه برید کې پخپله بریدګر وژل شوی او د څلورو ښځو په ګډون یې شپږ کسان ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه برید نن یکشنبه د مارچ ۱۷مه، سهار مهال شوی دی.

د نوموړي په خبره، تر اوسه لا څرګنده نه ده چې بریدګر د ښوونیز مرکز زدکوونکی و او که ترهګر.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته ویلي، په دغه پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي چې څلور پکې ښځې دي.

د انځور حقوق BBC/Nasir Behzad

روانه میاشت په همدغه سیمه کې یو ځانمرګی برید هم وشو چې له امله یې ۹ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

برید د وحدت ملي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۳م تلین مراسمو ته په څو سوه مترۍ کې شوی و.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي وو، خو په تېر کې د شعیه لږه کیو پر عبادتځيو او نورو مراسمو د شویو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلې و.

* کابل کې ځانمرګي برید '۹' کسان وژلي دي

* د کابل برید: د خواخوږۍ لپاره د پاریس ایفل ټاور څراغونه مړه شول

اړونده مطالب

ورته مطالب