"جرمن پوځ دې افغانستان کې اوږدمهالي ماموریت ته چمتو شي"
د جرمني دفاع وزیرې ورزولا فن درلاین دافغانستان شمال کې له خپلو سرتېرو وغوښتل، چې اوږدمهالي ماموریت ته تیار شي.
ورزولا فن درلاین له هغه وروسته دا سفر لري، چې د جرمني پارلمان هوکړه وکړه، افغانستان کې له ۹۸۰ څخه د خپلو سرتېرو شمېر ۱۳۰۰ ته ورسوي.
نوموړې وايي تازه دم سرتېري به د نورو جرمن سرتېرو د امنیت ساتلو مسوولیت لري او افغان پوځ ته به سلا مشورې ور کوي.
د مېرمن فن در لاین په خبره، په افغانستان کې د جرمن سرتېرو د دندې اوږوالی د وضعیت په ښه کېدو پوری تړلی
"موږ د پوځ د دوامدار ساتلو وړتیا او صبر ته اړتیا لرو. "
هغې په خپل دوه ورځني سفر کې وویل، افغانستان لا هم تیار نه دی چې د خپل امنیت خوندي کولو مسوولیت په غاړه واخلي.
دا شپږم ځل دی چې د جرمني د دفاع دا وزیره افغانستان ته ځي.
د ناټو د جرمن ځواکونو ټوېټري برخه کې مزار شریف ته د فن درلاین د سفر خبره شوې، چې هلته جرمني ځواکونه هم مېشت دي.
دوی زیاتوي چې د دې سفر موخه افغانستان کې د ځواکونو زیاتول، د دوی خوندي کول او د سولې ټینګول دي.
نږدې کال مخکې د جرمني لومړۍ وزیرې د افغانستان شمال کې د خپلو ځواکونو د ناجنګي ماموریت پر دوام ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې دغه هېواد ته نور سرتېري نه استوي.
خو اوس جرمني کې د نوي حکومت په جوړېدلو سره- چې انګلا مېرکل یې مشره ده- برلېن غواړي خپله پوځي بودیجه راتلونکو څلورو کلونو کې تر ۱۲ میلیارد ډالره زیاته کړي.
د ناټو په چوکاټ کې جرمن ځواکونه د افغانستان شمال کې تر ډېره بلخ ولایت کې مېشت دي.
ناټو دا مهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري، پوځي ماموریت یې د ۲۰۱۴ پای کې تمام شوی او له هغه وروسته د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې دنده لري.