د سولې ولسي حرکت: طالبه نور به سوله کوې

Image caption "طالبه! نوره به سوله کوې"، دا په هلمند کې د ولسي حرکت شعار دی چې د جګړې پرضد راپورته شوی دی.

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د لومړي ځل لپاره سلګونه کسان د طالبانو د مرکز موسی کلا په لور یوه لاریون ته تابیا نیولې او وايي هلته به طالبانو ته دس سولې ځولۍ غوړوي.

"طالبه! نوره به سوله کوې"، دا په ناامنه هلمند ولايت کې د ولسي حرکت شعار دی چې د جګړې پرضد راپورته شوی دی.

د دغه خوځښت یوه غړي اقبال خیبر بي بي سي ته وویل، دغه شااوخوا دوه سوه کیلومتري واټن به پلی ترسره کوي.

نوموړی وايي، "دا بده جګړه ده چې یوازې خوراک يې افغانان دي او په يوه بې دليله مرګ هره ورځ دواړو غاړو ته مري".

دغه ولسي خوځښت وروسته له هغې پیل شو چې د نوي کال په دویمه په هلمند کې یوه موټر بم برید ۱۵ ملکیان ووژل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"طالبانو سوله وکړئ"

افغان چارواکي وايي، هلمند ولايت د طالبانو لپاره ستراتیژيک موقعیت لري او دغه ډله له هماغه ځایه خپلې جنګي چارې مخ ته بیایي او د چارواکو په خبره له هماغه ځایه د نشه یي توکو د کاروبار له لارې خپلې جګړې ته مالي سرچینې هم پیدا کوي.

اقبال خیبر وایي، "په دې مزل کې به مېرمنې، سپينږيري او عالمان هم راسره وي او هغوی ته به عذر کوو زاری به کوو د پړوني روی به ورته نيسو د لمنې روی به ورته نيسو چې نور دغه ولس ستاسو دغه ډول حکومتولي نه غواړي".

څو اوونۍ وړاندې کابل کې د سولې شورا د قومي مشرانو یوه غونډه رابللې وه او هلته هم غوښتنه وشوه، عام خلک چې د جګړې اصلي قربانیان دي باید د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي.

Image caption د دغه خوځښت یوه غړي اقبال خیبر بي بي سي ته وویل، دغه شااوخوا دوه سوه کیلومتري واټن به ترسره کوي.

معلومه نه ده چې طالبان به د عامو خلکو غوښتنې ته څه ځواب ووایي.

دغې ډلې ته په دې وروستیو کې افغان ولسمشر هم د سولې وړاندیز وکړ چې تراوسه یې د هو یا نه ځواب نه دی ورکړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب