افغان، امریکايي او عرب چارواکي پر افغانستان او ایران وغږېدل

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر د سعودي له ولیعهد سره خبرو کې.

د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو په سیمه کې د ایران د رول او د افغانستان پر امنیت خبرې وکړي.

د سپنې ماڼۍ ویاند وايي، د دغو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د جمعې په ورځ واشنګټن کې ناسته درلوده او په هغه کې یې د درې واړو هېوادونو لپاره پر مهمو ستراتیژیکو مسلو او په سیمه کې د ایران رژیم د فعال بدغواړي نفوذ سره د مقابلې لپاره پر ګډو هڅو خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ رپوټ زیاتوي، په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو، دفاع او مالیې وزارت او استخباراتو مهم چارواکي هم وو.

د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې په درې اړخیزو ناستو کې منظم ګډون وکړي او په هغو کې "د سیمې امنیت ته د پېښ شوي ګواښ د کمولو، سولې او ټیکاو را منځ ته کولو او منځني ختیځ کې د اقتصادي پراختیا لپاره لارې جوړې کړي".

په رپوټ کې زیاته شوې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دې درې هېوادونو په یوه ځانګړې ناسته کې هم ګډون درلود.

د هغو خبرو موضوع هم په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د شرایطو برابرولو لپاره له افغان حکومت د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشارکت لارې چارې وې.

سپینې ماڼۍ د ایران په اړه د درې اړخیزې ناستې او د افغانستان په هکله د څلور اړخیزې ناستې له وړاندیزونو او پرېکړو نور څه نه دي ویلي.

د یران پرضد د دریځ سختېدل

ر د انځور حقوق ALMASIRAH
Image caption امریکا او سعودي عربستان پر ایران تور لګوي چې د حوثیانو د توغندیو وړتیا یې زیاته کړې، خو تهران دا تورونه ردوي.

په سیمه کې د ایران د رول په هکله د امریکا، سعودي عربستان او اماراتو د امنیتي چارواکو ناسته په داسې مهال ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان متحده ایالتونو ته د دوو اونیو لپاره تللی دی.

تېره اونۍ یې له ډونلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

د رپوټونو له مخې، دواړو لورو پر خپلمنځي سوداګرۍ او پوځي اړیکو سربېره د ایران پر سیمه ییز سیاست هم خبرې وکړې.

د امریکا په مهمو حکومتي څوکیو کې په بدلو راتلو سره ویل کېږي چې سپینه ماڼۍ د ایران د حکومت پرضد لا سخت دریځ غوره کوي او په دې برخه کې به د سعودي او د هغه د سیمه ییزو ملګرو ملاتړ ولري.

هغه هم په داسې مهال چې تېره یکشنبه یمن کې حوثي وسلوالو سعودي عربستان ته اوه توغندي وتوغول.

د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې ویاند وايي، ایران به په مناسب وخت او ځای کې د دې توغندیو ځواب وویني.

د ایرانۍ پولې د ناامنېدو امکان

Image caption جان باس وايي، که ایران افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او دلته جګړه وي د ایران پولې هم ناامنېدلی شي.

له بلې خوا امریکايي چارواکي پر روسیه سربېره په ایران تور پورې کوي چې افغانستان کې د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر د دوشنبې په ورځ خبرداری ور کړ، چې له وسلوالو طالبانو د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران ملاتړ او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل د ایران ختیځې پولې هم ناامنولی شي.

جان باس زیاتوي، داسې نښې شته چې ایران د سپاه پاسدران له لارې په افغانستان کې د طالبانو لوجستیک ملاتړ کوي.

د نوموړي په خبره، اېران تېر پنځه کلونه د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو کې فرقه يي تاوتریخوالي او ګډوډۍ ته هم لمن وهي، چې د امریکا په نظر دا هڅې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو د ګټو خلاف دي.

تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت لوی مشر معصوم ستانکزي هم بي بي سي ته وویل، چې ایران له وسلوالو طالبانو سره یوه اندازه همکاري کوي.

خو ایران په افغانستان کې د لاسوهنې دا ډول تورونه ردوي.