د افغانستان دفاع وزارت محلي پوځ جوړوي

ر د انځور حقوق MOD
Image caption د محلي پوځ د جوړېدو لړۍ پیل شوې اول پړاو کې شپږ زره کسان ګومارل کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د کلیو او بانډو د امنیت لپاره د ځايي یا محلي پوځ په نوم نوی ځواک جوړوي، چې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۶۰۰۰ سرتېري دغه سیمه ییز ځواک ته ګومارل کېږي

د دغه وزات ویاند وایي؛ دغه ځواک ته د جلب او جذب لړۍ روانه ده او هغه کسان ګومارل کېږي چې پخوا یې په امنیتي سکتور کې کار کړی وي.

د محمد رادمنش په خبره، دا کسان به د پوځ او پولیسو پخواني غړي وي چې د ځايي مشرانو او افسران به یې د سیمې د قول اردو په ضمانت ګومارل کېږي.

دا کسان باید جرمي مخینه ونه لري، د اړوند سیمې کسان به پکې ګومرال کېږي، خو لوستي افسران یې له بلې سیمې هم غوره کېدلی شي.

* د محلي پولیسو پر موضوع د ازادې جرګې بحث

* ب. ح.خ کميسيون محلي پولیس په جرمنو تورن کړل

د افغانستان د ملي دفاع وزرات وایي؛ په لومړي پړاو کې شاوخوا ۶۰۰۰ سرتېري د ملي اردو سیمه ییز ځواک ته ګومارل کېږي.

دفاع وزارت ویلي؛ د ملي اردو سیمه ییز سرتېري به په خپلو سیمو کې د امنیت ساتلو دنده ولري او نورو سیمو ته به نه لېږل کېږي.

د دغي نوي ځواک سرتېري به د ملي پوځ د سرتېرو ۷۵ سلنه او افسران به یې د ملي پوځ د افسرانو په څېر تنخا او امتیازونه ولري.

محمد رادمنش وايي، د دې ځواک وسایل به د ملي پوځ د پلي ځواک په کچه وي او د ملي پوځ په امر به کار کوي.

د محلي پوځ له جوړېدو اندېښنې

د انځور حقوق EPA
Image caption له دې مخکې د محلي پولیسو، ولسي پاڅون او سنګوریان په نوم هم ځايي وسلوال جوړ شوي دي.

د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمېر یو لک اتیا زرو ته رسېږي.

د دې سرتېرو ترڅنګ ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه هم د امنیت خوندي کولو کې بوخت دي.

له دې مخکې د محلي پولیسو، ولسي پاڅون، کمپاین او سنګوریانو په نوم د حکومت او بهرنيو ځواکونو په ملاتړ سرتېري جوړ شوي دي.

دغه ځواکونه په ځانګړې توګه محلي پولیس که څه هم له مخالفینو سره جګړه کې ګټور بلل شوي، خو په وار وار د بشري حقونو په نقض او نورو سرغړونو تورن شوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس اقبال ساپی وایي، د محلي اردو ځواک په لنډمهال کې د ناامنو سیمو لپاره اغېزناک دی، خو د اوږدمهال کې ښایي سرتېري له خپلو وسلو ناوړه ګټه پورته کړي.

د هغه په خبره، د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبلې ته په په پام او د دې ځواکونو د اضافه کولو لپاره د افغان امنیتي بودیجې د تمویلوونکو د پاتې راتلو له امله د محلي پوځ د جوړېدو پلان جوړ شوی دی.

"د محلي پوځ لګښت تر ملي ځواکونو کم دی، خو د دوی د لا ډېر اغېز او د سرغړوونو د مخنیوي لارې چارې باید ولټول شي".

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، د محلي اردو به په کلکه څارل کېږي او له قانونه سرغړوونکي سرتېري به عدلي او قضایي ادارو ته وپېژندل شي.

د محلي اردو سرتېري په لومړي سر کې په ښارونو او وروسته په ناامنو کلیو او ولسوالیو کې پر دندو ګومارل کېږي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ په څو ورځو کې به د محلي اردو شاوخوا ۲۰۰ سرتېرو یوه ټولي روزنه پيل شي او د لومړي ځل لپاره به د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې دنده پیل کړي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، که په لومړي پړاو کې دغه سرتېري اغېزناک ثابت شي او اړتیا ولیدل شي نو د سرتېرو روزنه به دویم او درېیم پړاو ته هم دوام وکړي.

ورته مطالب