هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

Image caption هلمند کې پرلت کوونکي له حکومت او طالبانو د خپلو غوښتنو منل غواړي.

په هلمند کې د سولې ولسي خوځښت تر هغه وروسته چې حکومت او وسلوالو طالبانو یې د اوربند غوښتنه ونه منله، نن د نه خوړولو اعتصاب اعلان وکړ.

د دغه خوځښت سمبالونکي وایي، تر هغو به یې اعتصاب روان وي، چې حکومت او وسلوالو یې د لږ تر لږه دوو ورځو اوربند غوښتنه نه وي منلې.

په هلمند کې تېره اونۍ یوه موټر بم برید ۱۵ ملکیانو تر وژل کېدو وروسته لسګونو هلمندي ځوانانو تر دې شعار لاندې "طالبه! نوره به سوله کوې" دغه ولسي خوځښت یې پیل کړ.

تمه کېده، چې نن به په هلمند کې د سولې فعالان د دغه ولایت له سیمه اییز حکومت څخه د اوربند په اړه د لیکلې ژمنې له ترلاسه کولو وروسته په هلمند کې د طالبانو د مرکز موسی کلا پر لور روان شي.

خو وسلوالو طالبان له وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته د دغه خوځښت د ورتګ سره مخالفت ښوولی.

دغې ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، دغه خوځښت د موسی کلا پر ځای باید په کندهار، هلمند او کابل کې د میشتو بهرنیو ځواکونو مرکزونو ته ورشي او له هغوی د بمبارې د بندولو او اشغال د ختمولو غوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي ادارې له لخوا رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د خلکو احساساتو ته درناوی لري او د خلکو دغه ګام ستایي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دوی اوربند ته چمتو دي، خو اوربند هغه مهال شونی دی چې دواړه خواوې یې ومني. طالبان باید روښانه کړي چې د هلمند په کچه که د افغانستان په کچه اوربند غواړي.

د دغه خوځښت یوه غړي باچا خان مولاداد وایي حکومت هم ورسره کړې ژمنه باندې و نه درید او د اوربند په اړه یې بې ځوابه پرېښودل.

دی وایي "موږ ته ولایتي ادارې وویل چي تر نن غرمې به د اوربند په اړه لیکلې ژمنه راکړي، د پرله پسې اړیکو او غوښتونو سره سره بیا هم د ورځې تر څلورو بجو هېڅ ډول ځواب را نه کړل شو او همداسې یې پرېښودلو."

د دغه ولسي خوځښت یو بل سمبالونکی اقبال خیبر په لښکرګاه کې د پیل شوي پرلت برخوالو ته د وینا پر مهال وویل، تر هغو چې ستونزه حل نه وي دوی به کرار نه کښیني.

ده وویل: "دا مسله به حل کوو او د حل لپاره یې سر له همدې شیبې د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کوو، زه به هم څه نه خورم او تاسو به هم څه نه خورئ، زموږ غوښتنه ډیر لویه نه ده یوازي له دواړو غاړو د دوو ورځو د اوربند غوښتنه مو کړې ده."

د غونډې برخوالو د ښاغلي خیبر د پریکړې په ننګه وویل، چي ناهیلي مرګ دی او نور به د روان ظلم پر وړاندې پټه خوله نه پاتې کیږي.

د غلام سرور په نامه یو کس وویل په تیرو ۱۷ کلونو کې یې د چوپ پاتې کېدو درنه بیه ورکړې او نور چوپ نه شي کېناستی.

د ده په وينا تر هغې به مبارزه کوي چې ولسونه خپله راټول او د هېواد برخليک ټاکلو لپاره لوی حرکت پيل نه شي.

اړونده مطالب