"مسکو د طالبانو د مالي ملاتړ غوښتنه ونه منله"

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، هېواد یې د مالي مرستې لپاره د طالبانو غوښتنه ونه منله.

ضمیر کابلوف مسکو کې خبر غونډې ته وویل، طالبان وايي، څه ته چې اړتیا لري په افغانستان کې یې ترلاسولی شي، "خو یواځې پیسو ته اړتیا لري".

هغه بیا هم وویل، چې روسیه یواځې د خپلو وګړو د امنیت خوندیتوب لپاره له افغان طالبانو سره اړیکي لري، خو زیاته یې کړه چې مسکو تل دوی ته ویلي "وبښۍ پیسې نه لرو".

روسیه طالبان او د اسلامي دولت په نوم داعش د ترهګرو ډلو په نوم پېژني.

خو د طالبانو پرتله په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه ورته د انديښنې وړ دي.

د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې د افغانستان په هکله تاشکند غونډه کې د روسیې د بهرانیو چارو وزیر د افغان کشالې په هکله له افغانستان او امریکا سره د ګډې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د سولې خبرې

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسکو تېر کال هم په یوه ناسته کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ د طالبانو د نوم لرې کولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي کابلوف د افغانستان سیاسي حل ته په اشارې وویل، روسیه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ د طالبانو د نوم لرې کولو مخالفه نه ده، خو په دې شرط چې دا ډله له افغان حکومت سره "ریښتونې خبرې" پیل کړي.

نوموړي د افغانستان په سوله کې د پاکستان او ایران رول مهم وباله.

امریکا پر اسلام اباد او تهران هم تور لګوي چې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي دا خبرې له هغه وروسته دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قومندان وویل، مسکو د طالبانو ملاتړ کوي او ان وسلې ور کوي.

جنرال نیکولسن له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، چې افغانستان کې د روسیې د ګډوډۍ هڅې ویني.

روسیې تل د امریکا دا ډول تورونه رد کړي او د ښاغلي نیکولسن خبرې یې هم درواغ وبللې.

په کابل کې د روسیې سفارت له دې مرکې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړه، چې واشنګټن په افغانستان کې خپلې ناکامۍ پر روسیه ور اچوي.

د درې اړخیزې ناستې غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا تراوسه د روسیې وړاندیز ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي دا خبرې د افغانستان په اړه له تاشکند نړیوالې غونډې څو ورځې وروسته دي.

د هغې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان کشالې په هکله افغان ولسمشر ته د درې اړخیزه غونډې وړاندیز کړی دی.

په دې غونډه کې به افغان، روسي او امریکايي چارواکي پر افغان کړکېچ خبرې کوي.

اشرف غني د سرګي لاروف د دې وړاندیز هر کلی کړی.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د خبر پاڼې له مخې د دې درې اړخیزه غونډې د وخت او څرنګوالي په اړه به درې واړه خواوې سلا مشورې وکړي.

امریکايي چارواکو هم تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي.

مسکو تېر کال په همدې ورځو شپو کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه و.

په دغه غونډه کې امریکا د ګډون بلنه له پامه وغورځوله او هیڅ استازی یې ور وانستاوه.