امریکا افغان جګړې ته "یوه لېوا" نور سرتېري واستول

د انځور حقوق پنټګان
Image caption جوزف ډنفورډ په مزار شریف کې له امریکايي ځواکونو سره.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، یوه لېوا امریکايي سرتېري افغانستان ته رسېدلي.

د ځینې اصولو له مخې د امریکا یوه لېوا کې تر دوو زرو سرتېري وي.

د دې ځواکونو شمېر نه دی ښودلی شوی، خو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال نیکولسن پخوا ویلي و چې د دې سرتېرو شمېر زر کسه ویلی وو.

د افغانستان په پکتیا کې د امریکايي ځواکونو یو قومندان وايي، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لېوا به د افغان امنیتي ځواکونو د اغېز زیاتولو کې مرسته وکړي.

* "د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو"

* د بي بي سي څېړنه: طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي

ډګروال سکاټ جاکسن زیاتوي دا ځواکونه به د کنډک او لېوا په کچه افغان ځواکونه روزي:

"دوی د سلا مشورې او ځان خوندیتوب ځواکونه دي".

له ځان خوندیتوب په دې مانا چې د افغان ځواکونو له خوا له برید سره مخ نه شي.

نوموړی دا هم وايي، چې نوی سرتېري به ټول افغانستان کې د سلاکارۍ دنده لري، له مزار شریف نیولې تر هلمند، او کندهار به ځواکونه روزي، سلا مشورې به ور کوي او ملاتړ به یې کوي.

د امریکايي ځواکونو شمېر

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د افغان او سوېلي اسیا ستراتیژۍ بیانولو کې وویل، چې افغانستان ته څو زره تازده دم سرتېري استوي.

د ځینې شمېرو له مخې امریکا افغانستان کې دیارلس زره پنځه سوه سرتېري لرل او په دې سره یې شمېر څوارلس زرو پنځوسوو ته ورسېد.

افغانستان کې د څو زرو امریکايي ځواکونو زیاتول د ډونلډ ټرمپ د افغان او سوېلي اسیا د ستراتیژۍ برخه ده.

* د امریکا پوځ کې د ځانوژنې کچه

* امریکايي پوځيان کومو هېوادونو کې دي او څه کوي؟

نوموړي تېر اګسټ په خپله ستراتیژي کې وویل، چې له افغانستان د خپلو سرتېرو د اېستلو مهالوېش نه ټاکي، خو د وسلوالو د ځپلو لپاره به څو زره سرتېري واستوي.

له هغه وروسته د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس وویل، دغه هېواد درې زره تازه دم پوځیان افغانستان ته استوي.

افغانستان ته د امریکايي ځواکونو یوې لېوا سرتېررو تګ په داسې مهال دی چې تازه پسرلی پیل شوی او وېره شته چې جګړه نوره هم زیاته شي.

د تګلارې بنسټيز بدلون

د انځور حقوق AFP/Getty

په ورته مها ل واشنگټن پوسټ ورځپاڼه افغانستان ته نويو سرتېرو او الوتکو رسېدل او افغان ځواکونو ته د سلا مشورو د ورکړې نوى ماموريت به د طالبانو په شا تمبولو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې د امريکا د لوى درستيزانو د گډې جرگه گۍ مشر جنرال جوزف ډنفورډ خبرې راخيستي چې وايي "سږنى کال به د تېرو اوولسو کلونو په څېر نه وي. سږ زموږ تگلاره په بنسټيزه توگه بدله ده.

امريکايي چاواکو ورځپاڼې ته ويلي اوس سم خلک پر دندو گومارل شوي او افغان ځواکونه په بېلابېلو برخو کې ځواکمن شوي دي.

د دوى په وينا که دا لړۍ همداراز وساتل شي نو دا به له ٢٠١٤ م کال وروسته د بدلون يو ستر ټکى شي.

ورته مطالب