"افغانستان کې ۹۵ سلنه میندوارې ښځي د ویټامین ډي کمښت لري "

ویټامین ډي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۹۵ سلنه افغانې مېرمنې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت یوه څېړنه ښیي چې په دغه هېواد کې ۹۵ سلنه میندوارې ښځي د ویټامین ډي کمښت لري.

څېړنه همدا رنګه وایي چې ۸۱ سلنه ماشومان او ۳۱ سلنه پېغلو نجونو کې هم د ویټامین ډي کمښت لیدل شوی دی.

ډاکتران هغو کسانو ته چې کم ویټامین ډي لري سپارښتنه کوي چې د کب غوښه، سابه او آیوډین لرونکې مالګه وخوري.

ویټامین ډي د انسان روغتیا لپاره ډېر ارزښت لرونکی عنصر دی چې تر ټولو لویه او مهمه سرچینه یې لمر دی. افغانستان کې چې د کال ډېرې ورځې یې لمریزي دي، دا خبر ډېر ټکان ور کوونکی دی چې ۹۵ سلنه میندوارې ښځې یې د ویټامین له کمښته رنځېږي.

دافغانستان روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان په دې اړه وايي، د روغتیاپالانو په خبره هغه مېندي چې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ وي، ماشومان یې له ذهني او جسمي پلوه کمزوري پاتې کېږي او وروسته بیا د فزیکي کار وس هم نه لري.

کابل ښار اوسیدنکې ۱۶ کلنه کائنات فیضي له څلورو میاشتو راهیسې د ویټامین ډي له کموالي سره مخ شوې ده. نوموړې وايي ډاکترانو ورته د درملنې په موخه ویلي چې ډېره باید لمر ته کښیني خو هغه زیاتوي د افغان ټولنې دودیز جوړښت د دغې چارې مخنیوی کوي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک دې هره ورځ لږ تر لږه له ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې لمر واخلي. د اورتوپیدي برخې متحصص ډاکتر حامد جمال وايي هغه کسان چې د ویټامین ډي له کموالي سره مخ وي لمر ته د کښیناستو تر څنګ باید ویټامین ډي لرونکي ګولۍ هم وخوري.

د افغانستان روغتيا وزارت لخوا هر اونۍ ۱،۶ میلیونه زده کوونکو نجونو ته د ویني د کموالي د مخنیوي او اوسپنه لرونکي ټابلیټونه ور کول کېږي.

ورته مطالب