طالبانو په لوګر ولايت کې "ښوونځي تړلي"

Image caption څرخ د لوګر ولايت یوه ناامنه ولسوالۍ ده

د افغانستان د لوګر ولايت چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ټول ښوونځي تړلی دي. څرخ د لوګر یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې ډېره برخه یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.

د يادې ولسوالۍ یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د طالبانو یوه استازي د څرخ د پوهنې ریاست ته ورلېږلی او د دغه ریاست له چارواکو یې غوښتي چې د طالبانو تر دوهم امر پورې دې په څرخ ولسوالۍ کې ټول ښوونځي وتړي.

د لوګر چارواکي وايي وسلوالو طالبانو وروسته له هغه د نوموړي ولسوالۍ ټول ښوونځي وتړل چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ د مولوي محمد په نوم د دغې ډلې یو قومندان هم ووژل شو.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل "طالبانو دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په غبرګون کې د ولسوالۍ ٣٠ ښوونځي چې د ده په خبره شاوخوا ٢٢٠٠ هلکانو او نجونو په کې زده کړې کولې، تړلي دي".

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د يادونې ده چې په ټول لوګر کې دا مهال ٣٢٠ ښوونیز مرکزونه فعال دي چې څه باندې ١٥٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړې بوخت دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټول لوګر کې دا مهال ٣٢٠ ښوونیز مرکزونه فعال دي چې څه باندې ١٥٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړې بوخت دي.

بلخوا د لوګر ګاونډي پکتیا ولايت د پوهنې مشر وايي طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې د دريو کالو راهیسې ۱۳ د نجونو ښوونځي تړلي دي چې له امله یې د دغې ولسوالۍ نژدې ۳۵۰۰ نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان ۱۰۷۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي، د دغه وزارت په وینا درې نیم میلیونه ماشومان د بېلا بېلو لاملونه له امله له زده کړو بې برخې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۷ د پوهني کال نومولی دی. ښاغلي غني د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکو دوو کلونو کې به شپږ زره نوې ښوونځي جوړ کړي.

ورته مطالب