لجه منګل: که ښوونځي ته ماشوم نه لېږئ ۵ زره افغانۍ ناغه کېږئ

  • احمد شاه
  • بي بي ‌سي- خوست
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان کې نیمايي ښوونځي وداني نه لري.

د افغانستان په سویل ختیځ د پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان او نجونې په لومړي ځل ښوونځیو کې د قومي تړون له مخې شامل شول.

دغه بې ساری ګام د قومي جرګې له پریکړه وروسته دی چې وايي د ښوونځي عمر برابر ماشومان به ښوونځیو ته ځي.

دا وخت د لجه منګل ولسوالۍ په ۸ ښوونځیو کې ۴ زره ماشومان په زدکړه بوخت دي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د قومي جرګې له پریکړې وروسته په لومړي ځل ۲۵۰ نجونې هم ښوونځیو کې شاملي شوې دي.

د جرګې د پریکړې له مخې، که هرې کورنۍ د جرګې له پریکړې سرغړونه وکړه، قومي جرګې ته به د هر ماشوم پر سر ۵ زره افغانۍ ناغه ورکوي.

دا ګام په داسې مهال دی چې د روان ښوونیز کال پرانیست غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ولس وغوښتل چې د ښوونې روزنې په برخه کې پګړه یا حشر وکړي.

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح،

پکتیا په قومي پرېکړو کې ځانګړی نوم لري.

د مرانزې لومړني ښوونځي مدیر نیک محمد وایي چې د جرګې له پریکړې وروسته د دوی ښوونځي ته د کورنیو لخوا د ماشومانو د راوستو لړۍ چټکه شوې ده.

"هغه زدکوونکي چې پخوا راتلل نه اوس یې پلرونه راولي، دوی وايي د تړون له امله یې موږ ته وسپارل، ورځ کې څلور یا پنځه زدکوونکي راځي".

د جرګې یو برخوال انجینر ولي محمد وایي، د خپلو ماشومانو د راتلونکي په خاطر یې دا ګام واخیست:

"سیمه غرنۍ ده نور د بل کار فعالیت لپاره څه نشته د همدې کار لپاره مشرانو شپږ کسیزه جرګه یې جوړه کړه او هغې پرېکړه وکړه چې که څوک د ښوونځي د زدکړو وړ ماشومان لري باید ښوونځي ته یې بوځي او که داسې نه کوي ناغه به ور کوي."

لجه منګل د پکتيا لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده. اوسیدونکي یې زیاتره کرونګر او د څارویو ساتنه او پالنه یې اساسي بوختیاوې دي.

۳۵ کلن کومای ۵ زامن لري. نوموړی وایي، زامنو یې له ده سره په ورځینو چارو کې مرسته کوله خو قومي جرګې له پریکړې وروسته یې دوه زامن ښوونځي کې شامل کړل.

"دا تړون زموږ قومي خبره ده، بیا څوک ترې سرغړونه نشي کولی، که داسې وکړي، وهي ټکوي یې او په مړه ژوندي یې بندوي له قوم یې هم شړي."

ښوونیز کال

ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

ولسمشر غني له افغان ولس غوښتي چې د پوهنې لپاره پګړه وکړي.

دا ګام په داسې مهال دی چې افغان ولسمشر ۱۳۹۷ لمریز کال ته د پوهنې کال نوم ور کړی.

نوموړي د نوروز مراسمو کې له ولس وغوښتل چې د پوهنې د پراختیا لپاره ملي پګړه(حشر) وکړي

محمد اشرف غني زیاته کړه، چی دری نیم ملیونه ماشومان په دې نه دي توانیدلي چې ښونځی ته لاړ شي.

نوموړي په افغان ښوونیز نصاب کې د سمون راوستلو ژمنه هم وکړه.

زر تړلي ښوونځي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان کې نږدې نیمايي ښوونځي تړلي او نیمايي هم ودانۍ نه لري.

د لجه منګل د مشرانو پرېکړې ته د نړیوالو رسنیو پام هم اوښتی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، دا پام له دې امله دی چې افغانستان کې اوس هم ډېر شمېر ماشومان له زدکړې بې برخې دي.

ورځپاڼې د يونيسف په وينا ليکلي څه د پاسه ١٠٠٠ ښوونځي تړلي دي او د پرانيستو ښوونځيو نيمايي ودانۍ نه لري.

ورځپاڼه ناامني، فساد، د اسانتياو نشتوالى، ځينو سيمو کې د اورپکو ګواښونه او دودونه د زدکړو پر وړاندې خنډونه يادوي.

ذهنیت جوړول

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح،

عطاالله ویسا او مطیع الله ویسا پر ماشومانو کتابونه وېشي.

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د روانو جنګ جکړو له امله ۶۰ سلنه خلک له زده کړو بې برخې دي.

ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ په اړه د خلکو ذهنیت بدلول خورا ستونزمن دی او ډېر وخت ته اړتیا لري.

د کندهار ولایت اوسیدونکي او وروڼه عطا الله ویسا او مطیع الله ویسا له تېرو دوو کالونو راهیسې د افغانستان بېلابېلو لایتونو ته سفرونه کوي .

دوی ماشومانو ته کتابچې او قلمونه ورکوي او ترڅنګ یې کورنۍ هم هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

مطیع الله ویسا وایي چې په هیواد کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو پرتله ذهن جوړولو ته زیاته اړتیا لیدل کیږي.