نڅا سندرې او سازونه د دایکندي په 'بادام گل' کلتوري مېله کې

په دایکندي ولایت کې د بادام ګل دویمه کلتوري مېله د سیمې خلکو په سندرو او نڅا ولمانځل شوه په دغه مېله کې ښځو هم ګډون درلود. لاسي صنایع، کرنیز محصولات، شاعري او د دغه ولایت د ځینو ځايي چارواکو ویناوې د دغې مېلې بله برخه وه. عکسونه: د دایکندی د والي د دفتر دا انځورونه بي بي سي ته استولي.

د عکس تشریح،

د ' بادام گل' دویمه مېله په دایکندی ولایت کې ولمانځل شوه.

د عکس تشریح،

ښځو هم په دغه مېله کې سندرې وویلې. د ښځو سندرې د دغې مېلې یوه برخه وه.

د عکس تشریح،

د ځايي موسیقۍ غږول هم د دغې مېلې یوه برخه وه.

د عکس تشریح،

ّپه دغه مېله کې د سیمي خلکو نڅا او چوب بازِي وکړه.

د عکس تشریح،

اتن هم د دغې مېلې یوه برخه وه.

د عکس تشریح،

د دایکندي والي محمود بلیغ د بادام ګل مېلې لمانځل د دغه ولایت د فرهنګي او هنري شتمنيو او د کرنيزو محصولاتو د معرفي کولو لپاره مهم وګڼل.

د عکس تشریح،

په دغه مېله کې ډیو خلکو ګډون کړی و.

د عکس تشریح،

ښځې هم په دغه مېله کې ډېرې وې.

د عکس تشریح،

له هنرمندانو سره کلتوري ماښام په تاريخي کلا 'چهاراسپان' کي ولمانځل شوه.

د عکس تشریح،

د بادام ګل مېلې د شعر لوستنې لیدونکي.

د عکس تشریح،

بادام د دایکندي ولایت تر ټولو لوی کرنیز محصول دی.