افغانستان کې "د هر څه تر شا د انګرېزانو لاس دی"

. د انځور حقوق Getty Images

د توطیې تیوري د نړۍ په ټولو هیوادونو کې شته، خو په ځینو کې بیا محبوبیت لري. په افغانستان کې تر نورو بهرنیو هېوادونو انګلستان ډېر د توطیو په تیوریو کې ښکېل کڼل کېږي.

زه د توطیو له تیوریو سره را لوی شوی یم او ځینې يې راته ډېرې جالبې وې.

ماته به یې ویل، د بروسلي مېرمنې هغه مسموم کړی و خو کله چې بروسلي د هغې له کار څخه خبر شو، نو د خپلې مېرمنې خېټه یې په ګوتو څېرې کړه. بله یې دا چې ما ته یې ویلي وو بروسلي الوتلی هم شو.

ما دا هم اورېدلي و چې هیټلر تر اوسه ژوندی دی ځکه هغه بریالی شوی و چې د جګړې پر مهال په یوه جیپ کې وتښتي. ما ته یې ویل د هغه جیپ په الوتکه، بېړۍ او بیا په اوبتل بدل شو او هیټلر به ترې کله پیغامونه رالیږل چې"زه به ډیر ژر بېرته راشم."

خو د توطیې یوه تیوري چې تر ټول جوته وه هغه دا وه چې په افغانستان کې د هرې بدې پېښې تر شا د انګلستان لاس و.

په ماشومتوب کې به مې له ځان سره تل دا سوچ کاوه چې ولې داسې ده، خو کله چې له ۲۰ کلنۍ وروسته برتانیا ته راغلم، پوه شوم چې د دې بدګومانۍ ترشا دلیلونه پراته دي.

د انځور حقوق اولیا اطرافي دبي بي سي خبریال

له پيړیو افغانستان د روسیې او برتانیا د امپراتوریو تر منځ حایل و.

دواړه امپراتورۍ په دې خاوره کې په ستره لوبه کې ښکیلې وې.

ویل کېږي د افغانستان د نوې نقشې په جوړولو کې د دغه هېواد د پاچا نظر دومره مهم نه و.

هغه مهال چې افغانستان لا خپله خپلواکي نه وه اخیستې د برتاینا او افغانستان ترمنځ درې ځله جنګ وشو تر څو برتانیا دې ته اړه شوه چې له افغانستان څخه پر شا شي.

خو ایا په رښتیا پرشا شوه؟

د افغانانو په ذهن کې، برتانیا تل د یوه سیوري په شان ده؛ جاسوسي کوې، پلان جوړوي او په خرابیو سره د هېواد وضعیت نور هم بتروي.

داسې کیسې هم کیدلې چې د برتانیا استخباراتي استازي به د مذهبی امامانو په نامه راتلل او عقیده یي خلک به یې له لارې اېستل او بله ډله به یې د فال کتونکو په نامه راتلله.

د خزانو په اړه به داسې کیسې کیدلې چې ګواکې دغه خزانې په زیارتونو کې پټې دي او امنیتي ځواکونو به یې د سوالګرو په بڼه ځانونه جوړول او ساتنه به یې ترې کوله.

* ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

* د هلمند جګړې پر لومړۍ کرښې ژوند

د توطیې تیوري یوازې د افغانانو فکري وسواس نه دی، بلکې زما د یوه کرد ملګري په خبره، که د ډیر باران له امله د دوی د ګاونډي دېوال چپه شي، نو د هغه مور برتانیا ګرمه بولي.

زما د بنګله دیشي ملګرو په وینا، که د دوی په هېواد کې کوم څوک ډېر چالاکه وي، نو دوی یې انګریز بولي.

په کابل کې ځینې داسې اصطلاح ګانې هم شته چې وایي"د انګریز بچیه" عموما دا کلمه هغه چاته کارول کېږي چې تېز هوښ ولري.

په ۱۹۸۰ کال چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه، له امله یې په افغانستان کې د توطیو جوړوونکو نوملړ نور هم اوږد شو.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ډېرو لاسوهنو افغانان د توطیې تیوریو باندې د پوهېدو په برخه کې لا پیاوړي کړل.

په لندن کې یو افغان ټیکسي چلوونکي سر ټکاوه چې بهرنیان غواړي د افغانستان تېل غلا کړي او په مساپر وړونکو الوتکو کې یې له افغانستان څخه بهر ولېږدوي.

د افغانستان یوه قاضي هم دا راته وویل چې بن لادن د امریکایانو جاسوس و، دا چې هغه په ډېرو رازونو پوهېده، نو ځکه یې مړ کړ.

ځیني بیا په دې باور دي چې بن لادن ژوندی دی او د امریکا په یوه ټاپو کې، چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته، ژوند کوي.

داسې کیسې هم کیږي چې د ناټو ځواکونه له افغان قاچاق وړونکو څخه نشه يي توکې اخلي او د وژل شويو سرتیرو په ګېډه کې یې له افغانستان څخه لوېدیځ ته قاچاقوي.

دوي دا هم وايي چې په برتانیا او لوېدیځ کې شاهي کورنۍ د دغو نشه یي توکو له پلورلو ډېرې پيسې تر لاسه کوي.

تېرکال د یوه ملګري لیدو ته لاړم چې پلار یې د افغانستان د ختیځ د یوې قبیلې خان او شتمن سړی دی.

* د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټانو په افغانستان کې څه کول؟

* په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

له چای څښلو وروسته مې له هغه څخه د داعش په اړه وپوښتل، پوهېدم چې دغه پوښتنه مې سمه نه ده ځکه په یوه اوږده وینا کې یې ټولې هغه خبرې وکړې چې پخوا مې اوریدلې وې.

هغه په پوره ډاډ ځواب راکړ: "دا د پاکستان، امریکا او برتانیا د امنیتي څانګو لوبه ده او بیه یې افغانان ورکوي."

ما په ډېرې حیرانیتا وپوښتل"هغوی ته د دې کار څه ګټه رسېږي؟"

ځواب کې یې وویل: "هغوی د هر کار پلان ۵۰ کاله وړاندې جوړوي او داسې یې جوړوي چې څوک پرې پوه نه شي. هغوی دومره هم بی عقل نه دي چې موږ ته نښه پرېږدي تر څو دا ووایو چې دا د دوی کار دی."

نوموړي وویل: تاسې فکر وکړئ چې امریکا په یوه اونۍ کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ، نو څنګه د غرونو څو وسله وال له منځه نشی وړلی.

د ملګري پلار مې خپل نظر پر موږ وتاپه او مخ پر قبله پر لمانځه ودرېد.

تل بهرنیان پړه دي

په دې وروستیو کې د جمعې له لمانځه وروسته له څو نورو خبریالانو سره وم چې پیغام راغی، ځانمرګي بريدګر د شیعه ګانو پر جومات برید کړی دی. ومې پوښتل:"د داعش کار دی؟"

یو خبریال وویل: "ښایې د یهودانو یا مسیحیانو کار وي."

سره له دې چې پوهېدم چې پوښتنه مې بې ګټې ده ومي پوښتل چې: "له دې کاره څه ګټه ورسیږي؟"

خبریال راته وویل: "دوی ته یې دوې ګټې رسېږي، دغه ډول بریدونه مذهبي خلک له عبادتځيو لیرې کوي او بله دا چې د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي پېښوي."

له یوه کنډوکپر سړک څخه تېریدو، فکر ته مې راغلل: داسې یو هېواد چې مختلفو ژبو، توکمونو او ایډیالوژیو سره وېشلی وي، یو څه چې دوی ټول یې یو موټی ساتلي، هغه پر بهرنیانو بدګوماني ده.