افغانستان کې ۱۶ سلنه کارګر ماشومان په جنسي توګه ځورول شوي

افغان ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې یو اعشاریه دوه ملیونه کارګر ماشومان شته

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسون په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي، په دې هېواد کې کابو ۱۶ سلنه کارګر ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ شوي.

یاد کمیسون همدا رنګه زیاتوي چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې کار یا مزدوري کوي، له ګواښونو او فشار سره مخامخ دي.

د کمیسون مشرې سیما ثمر د سه شنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې پر کار اخته ماشومان ډېر کله وهل ټکول او یا ښکنځل کېږي، او ډېر وخت داسې درانه کارونه کوي چې دوی یې فزیکي توان نه لري.

په دې وروستي رپوټ کې دا هم راغلي چې د کارګرو ماشومانو ۹۰ سلنه په اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو ډېر کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کار قانون له مخې د ۱۵ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکي ماشومانو په اوونۍ کې یوازې ۳۵ ساعته د کار اجازه لري.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي بي بي سي ته وویل، په دې هېواد کې یو اعشاره دوه ملیونه کارګر ماشومان شته، او کابو درې ملیونه افغان ماشومان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د بشر د حقونو کمیسون زیاتوي چې په افغانستان کې ۸۴ سلنه کارګر ماشومان د پیسو ګټلو لپاره کار کوي، او ۸۱ سلنه یې دا پیسې خپلو کورنیو ته ورکوي.

کمیسون وایي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو عمرونه له ۷ تر ۱۸ کلونو دي، او لویه برخه یې تر ۱۲ کلنۍ پورته دي.

همدا رانګه، د دې ماشومانو ۹۲ سلنه هلکان او پاتې نجونې دي.

د کارګرو افغان ماشومانو ۵۰ سلنه په دکانونو، مستري خانو، هوټلونو، نانوایانو او ورته ځایونو کې کار کوي.

ورته مطالب