"افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۱۸۰ ولسي وګړي وژني"

  • عصمت بهیر
  • بي بي سي کابل
د عکس تشریح،

افغانستان کې ماینونه ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړوي

د اپریل څلورمه نېټه د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي ور کولو نړیواله ده. په افغانستان کې له درو لسیزو راهیسې د ځمکې لاندې ماینونو د پاکولو کمپاین روان دی.

خو لا هم د دغه هیواد څه باندې شل سلنه خاوره کې ماینونه ښخ دي او هره ورځ په اوسط ډول شپږو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

د راپورونو پر بنسټ له یمن وروسته افغانستان په نړیواله کچه دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات ناچاودي توکي یا ماینونه پکې ښخ دي.

ماینونه نه یوازې د عامو خلکو ژوند اخلي بلکې ځیني وخت خپله د ماین پاکوونکو د ژوند ډیوه هم مړه کوي.

د "اېم ډي سي" په نامه د ماین پاکولو یوه موسسه وایي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال او له کورنيو جګړو راهيسې پاتې شوي ماینونه او د سړک غاړې نوي ښخ ماینونه هر میاشت په دې هېواد کې تر ۱۸۰ کسان وژني.

د ماین پاکولو بریتانوۍ موسسه هلوټرسټ وايي، د افغانستان په ۲۵۲ ولسوالیو کې لا هم ناچاوده توکي او ماینونه شته.

د عکس تشریح،

د ماینونو په قربانیان کې کوچنیان او لویان دواړه شامل دي.

په افغانستان کې له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې د ماین پاکۍ عملیات روان دي چې په پایله کې یې ۲۵۰۰ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او دغه عملیات په نړیواله کچه بې ساري او پراخ بلل کېږي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې او سړک غاړي ماینونه ولسي وګړو ته د مرګ ژوبله تر لوی لامل ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو په تازه رپورټ کې هم راغلي چې تېر کال لس زره تنو ته د اوښتې مرګژوبلې اتلس سلنه یې د سړک غاړې ماینونو له کبله وه.