"د کندوز هوايي برید ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې"

ر د انځور حقوق MOD
Image caption د پلاوي مشر وايي، دا به هم څېړل کېږي چې د دې برید کورډیناټ چا ور کړی و.

د کندوز د بمبارۍ حقیقت موندونکي پلاوي مشر خدایداد هزاره وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر هغه څه- چې ځايي خلک یې د دستار بندۍ مراسم بولي- بمبار شوی دی او ولسي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت لا هم وايي، چې په دغه برید کې یواځې د وسلوالو طالبانو مهم کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد راد منش وايي، له هوايي برید وروسته د وسله والو طالبانو په برید کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسلوال طالبان په دغه برید کې خپلو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل ردوي.

* د کندوز جګړه

* کندوز کې ځینې کورنۍ څو ځله بې کوره شوي دي

خو د پلټونکي پلاوي مشر د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، ولس ته په هوايي برید کې مرګ ژوبله اړول شوې ده

"دوی له هوا په راکټ ویشتل شوي دي، د کلا شنکوف کار نه دی."

خدایداد هزاره وايي، څېړنې یې بشپړې نه دي او تراوسه دا توپیر هم نه کیږي چې کندوز روغتون ته راوړل شويو مړو او ټپیانو کې څومره ملکیان او څومره وسلوال طالبان دي.

"زموږ پلټنې روانې دي ولسي وګړي او وسلوال دواړه وژل شوي. په ټپیانو کې اوه کلن، اته کلن او لس کلن ماشومان هم دي.

لا هم کره مرګ ژوبله معلومه نه ده

د انځور حقوق AFP
Image caption پلټونکی پلاوی وايي په ټپیانو کې ماشومان هم دي.

د کندوز دشت ارچي کې پر هغه څه چې ځايي خلک یې د دستاربندۍ مراسم بولي، له څنګلورو ولسوالیو او ان تخار هم خلک ورغلي وو.

نوموړی زیاتوي، یواځې د کندوز روغتون کې ۴۳ کسان ټپیان دي او اته وژل شوي دي او لا هم کره مرګ ژوبله معلومه نه ده.

د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، دوی پر دشت ارچي سربېره یې امام صاب او خان اباد ولسوالیو او دغه راز د څنګ لوري تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته هم د څیړني د ټیم غړي استول شوي چې هلته روغتیایي مرکزونو کې د پیښې ټپيان وګوري.

"پلاوي به دا معلوموي چې هلته له دې پېښې څوک مړي یا ټپیان شته که نه".

* د افغان پوځ یوه چورلکه کندوز کې "لوېدلې"

* د کندوز بمبار کې د" ۱۴" ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کېږي

د اپرېل په دویمه افغان ځواکونو وویل چې د کندوز دشت ارچي کې یې د وسلوالو طالبانو غونډه په نښه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند ویل، چې دغه هوايي برید کې د وسلوالو طالبانو ۱۸ مهم کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

خو ځايي خلکو ویل، په دستاربندۍ برید شوی او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خواله رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د دستار بندي مراسم یې ښودل او وروسته د ځینې ماشومانو انځورونه هم خپاره شول چې ګویا دستاربندي یې تړله خو دغه برید کې ووژل یا ټپیان شول.

د انځور حقوق .
Image caption کندوز د افغانستان شمال ختیځ کې ناامن ولایت دی.

که څه هم وروسته دفاع وزارت په دغه پېښه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد نه کړه، خو ویې ویل د افغان ځواکونو د هوايي برید په ځای د وسلوالو طالبانو په برید کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو رسنیو ته د اعلامیې په استولو سره وویل، چې دوی په دا ډول غونډو کې ګډون نه کوي.

د طالبانو ویاند دا هم ویل چې په دغه پېښه کې تر ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، چې طالبانو د یوې خونړي پلان لپاره خپل کسان له افغانستان او بهر دې غونډې ته ور بللی و او پوځ له کره معلوماتو وروسته د دوی پلان شنډ کړ.

خو په دې پېښه کې یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ومنله او د پلټنې لپاره یې پلاوی وټاکه.

په دغه پلاوي کې د امنیت شورا، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، محلي ارګانونه او نور ادارو استازي ښکیل دي.

ورته مطالب