په افغانستان کې د "واده مراسمو" جنجالي قانون ومنل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د سیالۍ په پار ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي

افغانستان کې د واده د مراسمو جنجالي قانون له تصویب نه درې کاله وروسته په رسمي جریده کې چاپ او نافذ شو.

د دغه قانون له مخې به د ودونو د محفلونو څرنګوالی، فرهنګ او لګښت تنظیمېږي. د دې قانون موخه د ودونو د لګښت کمول او د ناوړه رواجونو مخنیوی دی.

د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د سیالۍ په پار ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي او دا کار دې لامل کېږي چې نجونې او هلکان نه شي کولای یو ښه ګډ ژوند جوړ کړي.

دا له هغو جنجالي قوانینو دی چې په پارلمان او حکومت کې مخالفین او ملاتړي لري.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، د ودونو د لګښت را ټيټول، د ګډ ژوند لپاره ځوانانو ته اسانتیاوې برابرول، او اسلامي ارزښتونو ساتل د دغه قانون بنسټېزې ځانګړنې دي.

د ښاغلي ریاضت په وینا، د دغه قانوه له مخې د لوړې بیې خوړو چمتو کول، په جبري ډول د اختر جوړه، ولور او جهیز اخیستل منع شوي دي.

افغانستان کې د ودونو رواجونه چې اوس د سیالۍ په یوه فرهنګ بدل شوي د ودونو لګښت یې ان تر یو میلیون افغانیو لوړ کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې د ودونو رواجونه چې اوس د سیالۍ په یوه فرهنګ بدل شوي د ودونو لګښت یې ان تر یو میلیون افغانیو لوړ کړی دی

د وکیلانو د تقنیني کمیسیون غړی قاضي نذیز احمد حنفي وايي، دا قانون د ځوانانو لپاره ډېر اهميت لري او پلې کول به یې د ودونو د محفلونو فرهنګ بدل کړي.

د افغانستان ملي شورا د دغه قانون د تصویب په وخت کې د واده مېلمنو شمېر ۵۰۰ کسان ټاکلي وو. په داسې حال کې چې اوس په هر واده کې شاوخوا زر کسان بلل کېږي.

د دغه قانون پلي کول څه اسانه خبره هم نه ده خو که د ښاروالۍ لخوا پر هوټلونو جلا مقررات ولګول شي چې هغوی د ډېر میلمنو له منلو ډډه وکړي، ښايي هغسې چې تمه کېږي پایله یې راوخېژي.

د عدلیې وزارت وايي، دغه قانون په هوټلونو او نورو صالونونو کې د ودونو ترسره کولو مخه نه ده نیولې خو دا چې څنګه باید ترسره شي په دې اړه یې ورته لارښونه کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب