د پاکستان لومړی وزیر کابل ته رسېدلی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته رسېدلی دی

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي نن جمعه د اپرېل ۶مه په رسمي سفر کابل ته تللی دی. د نوموړي د ښه راغلاست مراسم د افغان ولسمشر په شتون کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نیول شوي وو.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دواړه لوري به پر بېلا بېلو بحث وړ مسلو هر اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، کابل ته به د ښاغلي عباسي سفر یو ورځنی وي.

له وسله والو طالبانو سره سوله او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا د دغه سفر هدفونه ښودل شوي دي.

* ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير ته بلنه ورکړې

* "کابل د حقاني شبکې سوله غوښتونکي غړي له پاکستان راباسي"

* د پاکستان لومړی وزیر: د افغانستان جګړه خپلې خاورې ته نه پرېږدو

پتېیل شوې چې ښاغلی عباسي په دغه سفر کې پر ولسمشر محمد اشرف غني سره بېره د حکومت له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

د افغان کډوالو ستنېدل، د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره مبارزه، د سیمي سیاسي او امنیتي وضعیت د دواړو لوریو د بحث مهم مسلې په ګوته شوې دي.

افغان او پاکستانی لوری به پخپلو لیدنو کې پر ټاپي او له مرکزي اسیا و جنوبي اسیا ته د برېښنا لېږد پروژې یا کاسا او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ پر غځولو هم خبرې اترې وکړي.

د درېیم هېواد د نظارت مخشرط

لوړپوړي افغان چارواکي چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله، وویل، د افغان او پاکستاني لوري خبرې د سولې او پيوستون په تړاو د افغانستان او پاکستان د کړنلارې یا (APAPPS) پر پلي کېدو راڅرخي.

د سرچینې په خبره، پر یاده کړنلاره هوکړه رامنځته شوې، خو افغان لوری وايي، هلته به یې لاسلیک کړي چې پاکستان د دې کړنلارې پر تطبیق د درېیم هېواد ناظر کېدلو مخشرط ومني او افغان لوري د درېیم ناظر هېواد د په ګوته کولو واک پاکستاني لوري ته ور کړی دی.

د هغه په ټکیو، دواړو هېوادونو پخپلو قلمرونو کې د پاکستاني او افغان طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو هوکړه کړې ده، خو افغانستان د ترهګرو پر ضد د پوځي عملیاتو د څارنې په پار د درېیم هېواد د څارنه مخشرط وړاندې کړی، خو پاکستاني لوري د درېیم هېواد له ناظرېدو سره تر اوسه لېوالتیا نه ده ښودلې.

د (APAPPS) کړنلارې له مخې باید دواړه هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې او تاوتریخوالي د کمولو، سولې او خبرو اترو، د کډوالو په ستنولو او اقتصادي پراختیا کې د یو بل لاسنیوي وکړي.

د انځور حقوق ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابو شل ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ور کړې وه، خو تر هغه وړاندې د پاکستان د څارګرې ادارې له مشر نوید مختار سره په لیدنه کې ښاغلي غني اسلام اباد ته د تګ بلنه رد کړې وه.

افغان ولسمشر د پاکستان د څارګرې ادارې مشر ته ویلي وو، تر هغه چې په افغانستان کې جګړه کمه نه شي او کابل د اسلام اباد له نیک نیت څخه ډاډه نه شي، پاکستان ته به سفر ونه کړي.

خو کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له سفر وروسته، پتېیل شوې چې ښاغلی غني هم اسلام اباد ته په رسمي سفر لاړ شي.

دا د ۲۰۱۵ کال په مۍ میاشت کې کابل ته د نواز شریف له راتګ وروسته کابل ته د پاکستان تر ټولو لوړپوړی چارواکی سفر دی.

په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې کابل او یو شمیر ولایتونو کې د خونړیو ډله ییزو، موټر بم او ځان مرګو بریدونو له امله خړې پړې وې.

افغان حکومت د دغو بریدونو پړه پر پاکستان اچوله او په اړه یې نړیوالې ټولنې او امریکا ته هم پرله پسې شکایتونه کول.

د سویلي اسیا په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتیژي کې هم پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد یاد شو او ترې وغوښتل شول چې خپله خاوره کې د مېشتو اورپکو پر ضد کارنده ګامونه واخلي.

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلي غني د پاکستان د ملي امنیت له مشاور جنرال ناصر خان جنجوعه سره په ليدنه کې شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ور کړې وه.

ورته مطالب