د ټاکنو کمیسون: په درغلیو کې ښکېل کسان بیا نه ګومارو

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې شپږ میاشتې وروسته ترسره کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، هغه کسان چې د دې کمیسیون په تور لېست کې شامل دي د راتلونکو ټاکنو د بهیر لپاره به بیا پر دندو نه ګمارل کېږي.

د یاد کمیسون چارواکي وایي، نوي کارکوونکي به د یوه داسې ځانګړي ادرس پر بنست ګمارل کېږي چې د سرغړونې په صورت کې د موندنې وړ وي.

خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا "ټیفا" وايي، له کمیسون سره هېڅ ډول تور لېست نشته او دوی په دغه کمیسیون کې د ګمارنې د روان بهیر پر روڼوالي شک لري.

د یاد بنسټ مسسول نعیم ایوب زاده وایي، اندېښنه لري چې د تېرو ټاکنو په درغلیو کې ښکېل کسان به یو ځل بیا پر دندو وګمارل شي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د ۵۰ دایمي غړو ګمارنې لپاره ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې لا هم په دغه کمیسیون کې د اصلاحاتو په اړه اندېښنې شته.

دغه کمیسون له پنځوس زرو داوطلبانو څخه څه باندې زرو کسانو نه په بیلا بیلو پړاونو کې ازموینه اخلي.

شاوخوا یوه اونۍ وروسته به د رایې ورکوونکو نوم لیکنه او ورپسې به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو نوم لیکنه پیل شي.

د دغو پړاونو لپاره ۱۲ زره موقتي کارکوونکي ګمارل شوي او اټکل دی چې شل زره نور کارکوونکي به هم ګمارل کیږي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون مرستیال معاذالله دولتي وايي، هغه کارکوونکي چې نوي ګمارل کېږي، د دوی په تور لست کې شامل نه دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځیني اندېښمن دي چې په درغلیو کې ښکېل کسان ښایي بیا وګمارل شي

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان څو میاشتې وخت نیولی و.

دې ځنډ هغه مهال د ټاکنو کمیسون بارو تر پوښتنې لاندې راوست.

بل لور ته د ټاکنو د شکایتونو اوریدو کمیسیون د ټاکنو د خپلواک کمیسیون زرګونه موقتي او دایمي کارکوونکي له دې کبله په تور لېست کې شامل کړل چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې وه.

د چارواکو په وینا، موقتي کارکوونکي د یوې پيژندل شوې پتې له مخې ګمارل کېږي چې د سرغړونې په ترڅ کې وموندل شي او تر څارنې لاندې ونیول شي.

په افغانستان کې نا امني او د بودیجې کمښت د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کېږي.

دا ټاکنې څه باندې شپږ میاشتې وروسته د تلې په ۲۸ نېټه کیږي.

ورته مطالب