ډبليو اېچ او په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو وضعيت د اندېښنې وړ بللی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روغتيا نړيوال سازمان وایي چې ۴۰ سلنه افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله روغتیایي خدمتونه نه شي ترلاسه کولای.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.اېچ.او) د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

دغه سازمان ویلي چې ۴۰ سلنه افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله روغتیایي خدمتونه نه شي ترلاسه کولای.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په کلني ډول د هر افغان د روغتیايي خدمتونو لګښت پنځه ډالره چې درې نیم سوه افغانۍ کېږي ټاکل شوی دی.

د روغتیا د نړیوالې ورځې سږنی شعار هم دا دی چې روغتیایي چوپړونه باید ټولو ته ورسیږي، خو افغان مسئولین وایي، دوی د شته ستونزو له امله دغه هدف ته ځان نه شي رسولی.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان مشر پیرتر ریک وایي، "مونږ تراوسه د شویو هڅو له پایلو راضي نه یوو، د روغتیا په ځینو برخو کې پرمختګ شوی، خو لا هم وضعیت د اندیښنې وړ دی".

د ښاغلي پيرتر ريک په وينا "د شویو تحلیلونو له مخې مونږ باید ډېره هڅه وکړو، د روغتیایي خدمتونو د پوښښ ساحه پراخه او وړتیا لوړه کړو".

د انځور حقوق MOPH
Image caption د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، د اوسنیو مالي سرچینو له مخې نه شي کولای ټولو وګړو ته یو ډول چوپړونه وړاندې کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کلنی لګښت یو میلیارد او نهه سوه میلیونه ډالره یادوي.

د وزارت مسئولین وایي چې د دغو پیسو ۷۲ سلنه د خلکو، ۲۳ سلنه د نړیوالې ټولنې او یوازې پنځه سلنه د دولت له خوا ورکول کیږي. د دغو شمیرو له مخې افغان دولت د هروګړي د ورځنیو روغتیایي خدمتونو لپاره یوه افغانۍ چې نیم سنټ کیږي، ځانګړې کړې.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، د اوسنیو مالي سرچینو له مخې نه شي کولای ټولو وګړو ته یو ډول چوپړونه وړاندې کړي.

نوموړی وايي، "افغانستان کې د درملنې لپاره مالي سرچینه ډیره کمه ده، د یوه افغان روغتیایي خدمتونو ته په کال کې پنځه ډالره ځانګړي شوي دي، د دې ترڅنګ ناامنۍ او بې ثباتي هم زمونږ پر وړاندې سترې ننګونې دي، دا امکان نه لري چې مونږ دې ټولو افغانانو ته په مساویانه ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي ګامونه اوچتوي. د وزارت د پلان او پالیسۍ مشر عبدالقدیر قدیر وایي، د شویو تړونونو له مخې په پام کې لري چې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا لپاره شااوخوا ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي ګامونه اوچتوي

د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره چارواکي د پرمختګونو خبره هم کوي. دوی وایي د تېرو لسو کلونو پرتله په افغانستان کې د مېندو مړینه څو برابره کمه شوې.

د روغتيا وزارت وایي، پخوا په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۰ هغو تر پنځه کلنۍ پورې خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو په خبره یې اوس دغه شمېر ۵۵ ته راټیټ شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب