ترکیه نږدې ۶۰۰ بې قانونه افغان کډوال ستنوي

ر د انځور حقوق ارشیف انځور

رویټرز خبري اژانس وايي ترکیه نږدې شپږ سوه بې قانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي.

که څه هم دغه رسنۍ زیاتوي، چې ټاکلې ده دا کډوال د شنبې او یکشنبې په ورځ کابل ته ستانه کړل شي.

خو افغان چاواکي وايي، د شنبې په ورځ له دغه هېواد کوم کډوال ستانه شوي نه دي.

* امیتاب بچن که افغان کډوال؟

* جرمني کې "افغان" کډوال په عمربند محکوم شو

دا خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له خولې رپوټوي چې افغان کډوال د ایران له لارې ترکیې ته ننوتلي.

دوی زیاتوي، دغه افغان کډوال د ترهګریزو چارو د دوام او اقتصادي ستونزو لامله له خپل هېواد وتلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو افغان کډوالو دوسیه په ارزورم ولایت کې تیاره ده او په نورو ولایتونو کې هم د دوی د اېستلو لړۍ ژر پیلېږي.

افغان حکومت څه وايي؟

ر د انځور حقوق Getty Images

ترکیه کې افغان سفیر عبدالرحیم سیدجان بي بي سي ته وویل، دغه افغانان ترکیې ته بې قانونه کډوال شوي او افغانستان ته په خپله خوښه ستنېږي.

" له ترکیې نه افغانستان ته په خپله خوښه د افغانانو بېرته ستنېدل، یو معمول کار دی. "

د نوموړي په خبره، د افغانستان سفارت هغو کسانو ته د بېرته ستنېدو اسناد ورکوي چې غواړي په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي:

"که هغوی د ساتنې په مرکزونو کې وي یا هم خپله موږ ته مراجعه وکړي."

* کډوال ولې کاناډا خوښوي؟

* جرمني: شړل شوى افغان کډوال دې بېرته را ستون کړل شي

خو د افغانستان د کډوالو چارو او هوايي چلن وزارتونو بي بي سي ته وویل، چې د ترکیې له دې پرېکړې خبر نه دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد میاخېل وايي، د افغان حکومت له خبرولو پرته د کډوالو ستنول د انساني حقونو او نړیوالو اصولو خلاف ورزي ده:

تراوسه کوم کډوال افغانستان ته لېږل شوی نه دی، خو که هر هېواد د دوی په هکله کومه پرېکړه کوي باید له افغانستان سره دا مسله شریکه کړي.

نوموړی وايي دا ډول پرېکړې باید د نړیوالو کنوانسینونو له مخې له افغانستان سره په هوکړه وشي.

د انساني حقونو مدافع ډلې د ترکیې پر دغه چاره نیوکه کوي او وايي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته د کډوالو ستنول د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

ترکیه کې افغان کډوال

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ اصلي لار بلل کېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې هم له ترکیې نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شول.

ځینې شمېرې وايي، چې نږدې یو لک پنځوس زره افغان بې قانونه او قانوني کډوال اوسېږي.

د روان کال په لومړی دریو میاشتو کې ۱۹ زره افغان کډوال ترکیې ته رسېدلي دي.

افغانانو ته ترکیه اروپا ته د تللو یوه مهمه لار هم ده.