ولسمشر غني: ملکي تلفات نور د منلو نه دي

د انځور حقوق Alamy
Image caption ولسمشر غني په دوه ورځني سفر خوست ته تللی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته د دوه ورځني سفر په لړ کې ویلي، ملکي تلفات ورته نور د منلو وړ نه دي.

نوموړي افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د عمالیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره تر وروستي بریده هڅې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ خوست کې د دې ولایت اوسیدونکو ته د یوې غونډې پرمهال وکړې.

د ولسمشر محمد اشرف غني دا خبرې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې په کندوز ولایت کې د افغان هوایي پوځ په یوه برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

افغان ولسمشر د همدې سفر په ترڅ کې ویلي، بهرنیو هېوادونو ته د خوست، پکتیا او پکتیکا د ځڼغوزیو د لېږدولو لپاره به د خوست او جرمني ترمنځ هوايي لار پرانیځي.

محمد اشرف غني د خوست هوايي ډګر کې د پروژو پرانیستې پر مهال دا ژمنه وکړه.

د هغه په خبره، په دغه ګام سره به ځايي خلکو ته د ځنغوزیو ګټه ډېره شي.

"د خوست ځڼغوزي، پکتیا ااو پکتیکا ځلغوزي په نړۍ کې لومړنۍ درجه دي خو ولس ترې ګټه نه اخلي".

له خوست څخه جرمني ته د هوا له لارې د ځڼغوزیو د لېږدولو خبره په داسې مهال ده چې لا هم خوست هوايي ډګر تر اوسه کورنۍ الوتنې نه لري او کارونه یې لومړي پړاو کې بلل کېږي.

تېر دوبی د کابل او کندهار نه ډېلي ته د افغان مېوو د رسولو لپاره هوايي لار پرانیستل شوه.

* "ولسمشر غني د عمومي وضعیت ارزولو لپاره پکتیا ته تللی"

* امریکایي سناتورانو له ولسمشر غني سره ولیدل

* اشرف غني: د سولې د ټینګښت لپاره به ټول فرصتونه وکاروو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته په رسېدلو سره هوايي ډګر کې د ځغل لیکې د پرانستې ترڅنګ د هوايې ډګر د رادار سيستم او د هوايي ډګر د داخلي سړک د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده.

‏د ارګ فیسبوکپاڼه کې لیکل شوي: "د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ ميليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی."

په سیمه کې د بي بي سي خبریال احمد شاه وايي، ولسمشر هوايي ډګر کې د دې پروژو د بنسټ ډبرې اېښودلو وروسته اسماعیل خېل مندوزیو ولسوالۍ ته روان شو، چې د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبره کېږي.

له خوست سره نیمګړې ژمنې

ر د انځور حقوق ارګ
Image caption ویل کېږي ولسمشر غني به خوست کې دوه ورځې وي.

ولسمشر غني د ولسمشرۍ ټاکنو کې د خوست له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې واک ته په رسېدلو سره به دغه ښار په برېښنا روښانوي او هوايي ډګر به ورته پرانیځي.

خو د نوموړي د واک څو کلونه کېږي، بیا هم دغه ښار ته برېښنا رسېدلې نه ده او د منځنۍ اسیا د وارداتي برېښنا غځولو کار نږدې اویا سلنه بشپړ شوی بلل کېږي.

که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال د خوست هوايي ډګر د ځغللیکې پروژه پیل شوې وه، خو د اشرف غني په واکمنېدلو سره د خوست هوايي ډګر پروژه هم وځنډول شوه.

دا پروژه پر ۲۰۱۶ کال بیا پیل شوه او له نږدې څوارلسو میاشتو کار وروسته بشپړه شوه.

که څه هم تېر نومبر د خوست هوايي ډګر ځغل لیکه باندې اول ځل الوتکه کېناسته، خو ځینې مدني فعالانو ویل چې دې پروژه کې فساد شوی او ستونزې لري.

ولایتي سفرونه او نیوکې

افغان ولسمشران پخوا په ولایتونو کې لنډ وخت پاتېدلې، خو ولسمشر غني څه مهال مخکې هرات کې څلور ورځې پاتې شو.

نوموړی تېره اونۍ پکتیا کې هم دوه ورځې اړولي و.

پر ښاغلي غني نیوکګر دا سفرونه وار مخکې ټاکنیزه مبارزه او د خلکو سره د ځان نږدېوالي لپاره بولي.

خوست ته د غني د رسېدلو سره هممهاله ځینې کسانو پرلت کړی او وايي، چې نوموړی له دغه و لایت تللی نه وي، دوی به خپل اعتراض جاري ساتي.

ټاکلې ده راتلونکی لمریز کال د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

ورته مطالب