استاد حبیب الله جاج پښتونزوی په ۸۴ کلنۍ کې ومړ

د انځور حقوق ARG
Image caption استاد جاج کابو پنځه لسیزې په کابل پوهنتون کې پر تدریس بوخت و

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد حبیب الله جاج "پښتونزوی" نن د څلوراتیا کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د نوموړي د جنازې لمونځ نن د کابل په عیدګاه جومات کې د لسګونو فرهنګیانو په حضور کې وشو او وروسته د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

استاد جاج په کابل پوهنتون کې نړیوال ادبیات تدریسول او تېرکال یې د نړۍ ادبیاتو په برخه کې د خپلو کارونو او څېړنو لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ مډال هم ترلاسه کړی و.

ښاغلي جاج په بریتانیا کې د نړۍ ادبیاتو د ماسټرۍ زده کړې کړې وې او د فولکور په برخه کې دوه چاپ شوي کتابونه، دوه ناچاپه کتابونه او ګڼې مقالې یې پښتو ادب ته ورکړې.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال سمیع وحدت وایي چې د استاد جاج تشه به ژر ډکه نه شي.

ښاغلي وحدت له بي بي سي سره په خبرو کې وویل:

"استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د کابو نیمې سلیزې لپاره، یعنې له ۱۳۴۴ کاله تر ۱۳۹۳ کاله پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې پر تدریس بوخت و. استاد پښتون زور د نړۍ په ادبیاتو کې، خصوصاً په اسور و بابل، رېنېسانس او فولکور برخو کې پراخه مطالعه درلوده. په دې برخه کې ده پراخې څېړنې کړې دي. له ده نه د "فولکلور تاریخچه" او "څلور بحثونه" او سلګونه مقالې پښتو ژبې ته راپاتې دي"

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله دواړو د اروښاد پښتونزوی پر مړینه خپګان ښودلی او د هغه مړینه یې د پښتو ادب لپاره یې لویه تشه یاده کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب