افغان کډوال په ايران او پاکستان کې له ناوړه چلنده سرټکوي

Image caption له پاکستان او ايرانه خپل هېواد ته يو شمېر کډه شوې کورنۍ رواني امنیت نه لري.

له پاکستان او ايرانه خپل هېواد ته يو شمېر کډه شوې کورنۍ وايي، دا دواړه هېوادونه له امنيتي اړخه خوندي، خو رواني امنيت او ډاډ په کې نه شته.

بي بي سي له پاکستان او ايرانه د راستنو شويو کورنيو سره د خبرو په بنسټ موندلې چې هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال په ايران کې له ناوړه چلند او پاکستان کې له زورزياتي سرټکوي. په عین مهال کې داسې کورنۍ هم شته چې په افغانستان کې د بې کارۍ او ناامنۍ له کبله بیا اړ شوي چې بېرته ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي.

بېرته تلل يا پاتېدل؟

د افغانستان په لوېديځ هرات کې بي بي سي له يو شمېر کورنیو سره خبرې وکړې چې د کار روزګار، سرساتلو او ممکنه تاوتريخوالي ډکو شېبو کې یې وطن پرېښی او ایران کې يې کلونه کلونه ژوند کړی، خو اوس بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

Image caption له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو خبرې هم له صفت او شکايته ډکې دي.

دوی ولې بېرته کډې کولو ته اړ شول؟

فروزان یوسفي هغه مېرمن ده چې په ايران کې له کلونو اوسېدو وروسته افغانستان ته راغلې. دې په هرات کې د هيلپ جرمني موسسه کې جامو ګنډل زده کړي.

دا زياتوي، په ايران کې روحي ناارامۍ دېته اړه کړه چې راستنه شي.

هغه وايي:

"دولس کاله مې په ایران کې ژوند وکړ. ژوند ښه و، خو چندان مناسب نه و، ځکه هيڅ روحي ډاډ مې نه درلود. هيڅ ځای لکه د خپل هېواد نه وي. نارینوو ته کار ډېر و، مېرمنو ته کار نه و. سل په سلو کې دلته پاتې کېږم. غواړم له دې کسب ډېره ګټه وکړم، شتمني لاسته راوړم او همدلته ژوند وکړم."

ځوانان چې ايران ته ځي، باوري دي چې بايد سختې ورځ مزدورۍ ته ملا وتړي. پنځه ويشت کلن وحيد اووه کاله په ايران کې کار کړی، خو اوس د هرات په حرفوي زده کړو مرکز کې د ګرځنده ټېلفون جوړولو مهارت زده کوي.

Image caption کډوالو په ایران او پاکستان کې بېلابېل کسبونه زده کړي.

" تراوسه مې کار نه درلود. بیا دې موسسې ته راغلم. هيله من يم دا کسب چې ما زده کړی په راتلونکي کې مې د ګټې وټې وسيله شي او خپله کورنۍ پرې وساتم."

الاهه فروتن په هرات کې د جرمني هليپ حروفوي زده کړو موسسې مشاوره ده. هغه چې کوچنیوالی يې په ایران کې تېر کړی، اوس د هيلپ جرمني موسسې مامور ده. نوموړې په ايران کې د افغان مهاجرينو وضيعت څاري. اغلې فروتن په ايران کې د ګڼ شمېر افغان کډوالو وضيعت ستونزمن او د نه منلو ګڼي.

"زما پام شو چې زموږ وطنوال په ایران کې په څومره سپک او بد چلند په شرايطو کې ژوند کوي. که چېرې زموږ په خپل هېواد کې د کار ښه شرايط او حداقل امنيت وي، دوی به په هيڅ ډول راضي نه شي، ځان سپک کړي، کډوال شي او ډېرې ستونزې وګالي."

Image caption راستنو شویو کډوالو ته په کور دننه د کمپیوټر زده کړو کورسونه هم ورکول کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې په ايران کې يو مېليون او اته سوه زره افغانان اوسي، چې له مېليون کم يې د اوسېدو قانوني اسناد لري. داسې ښکاري، چې ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد لرونکو ژوند هومره بد نه تېرېږي.

خديجه يوسفي په ایران کې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته افغانستان ته راغلې او اوس پښېمانه ده. هغه وایي:

"ويل کېدل افغانستان کې ارامي ده، موږ راغلو. که وشي بېرته ځم او هلته مې چې کوم موقف درلود هغه ترلاسه کوم. هلته مې کارت او کوپون درلود، اولادونه مو ښوونځي ته تلل. دلته چاودنې، ځانمرګي بريدونه او جګړې دي، ارامتيا نه شته. که وشي، بېرته ځم."

له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو خبرې هم له صفت او شکايته ډکې دي. صفت ځکه چې پر خپله خاوره يې سکون ترلاسه کړی، لکه د پردي هېواد فشار پرې نه شته، خو ګيله ځکه چې پر خپله خاوره سرپناه نه لري.

صابر له پاکستانه د راکډه شويو لسګونه کډوالو له ډلې دی چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د غره يوې ډډې ته یې په خېمو کې اړولي. دی دلته د ځمکې او کار څښتن شوی نه دی، خو وايي خوښ دی.

Image caption کډوال د هېواد اقتصاد په رغولو کې لوی رول لوبولی شي.

صابر وويل:

" پاکستان کې مو ډېر وخت ژوند وکړ. هغه ژوند ماته ښه برېښي، ځکه دلته په افغانستان کې موږ ته ژوند برابر شوی نه دی. دلته که چېرې موږ ته ژوند برابر شي، موږ ته د نورو خاوره ارزښت نه لري. دا زموږ لپاره ښه ده چې حکومت راته څه نه وايي، په پاکستان کې مزاحمت ډېر و، ګټلې پيسې به رانه پوليسو اخستلې."

کونړی يو له هغوو سپن ږيرو دی چې وايي، که څه هم ډېر وخت کېږي وطن ته راغلی، خو تر اوسه یې خپل اولادونه ښوونځي ته نه دي لېږلي او ورسره د دايمي اوسېدو لپاره جونګړه نه لري. دی وایي: "دلته څه نه شته، هغوی به څنګه ښوونځي ته لاړ شي، ځکه موږ خو مالوم ځای نه لرو. دا د هرچا خوښېږي بچيان يې ښوونځي ته لاړ شي او لوستي شي، خو مجبوريت دی. موږ بايد د دايمي اوسېدو او ګرځېدو ځای ولرو."

ملګري ملتونه تل په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته د کډوالو پر ستنېدو د يو اصل په توګه ټينګار کوي، خو د نا امنۍ او بې کارۍ ستونزو له حل پرته په پراخ ډول په خپله خوښه ستنېدل هغه څه دي چې ډېرې تمې ترې نه شي کېدای.