هرات کې د قابلو د روزنې پروګرام پيل شو

Image caption افغانستان په نړۍ کی دویم هغه هېواد دی چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

په هرات کې د قابلو د روزنی ۲۶ میاشتنۍ پروګرام د غور او هرات د ۳۵ ځوانو نجونو په ګډون د چارشنبې پر ورځ پيل شو.

د دغه پروګرام له مخې چې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق یا UNFBA په مرسته ترسره کیږي د هرات او غور په هغو لرې پرتو سیمو کی چې روغتیایي کلینکونه نلری، داسې کوچني مرکزونه به جوړیږی چې له دې ښونیز پروګرامه فارغیدونکې نجونې به پکې د قابلو په توګه کار کوي.

د افغان چارواکو په وینا دوی په ټول هېواد کې ۱۵ زره قابلو ته اړتیا لري خو اوس یې شمېر څه باندې شپږ زره تنو ته رسیږي.

افغانستان په نړۍ کی دویم هغه هېواد دی چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق موسسې کارکوونکی ډاکتر عبدالملک فیضي وایي، د قابلو په توګه د محرومو سیمو د مېرمنو روزل ځکه مهم دي چې دوی به په هر ډول شرایطو کې په خپله سیمه او کور کې کار ته چمتو وي.

آن د هرات په ولایت کی ځینې داسې سیمې شته چی د امنیتی ستونزو له کبله له ښاره قابلې د کار لپاره نه ورځي.

هغه پنځه دېرش نجونې چې دچارشنبې پر ورځ یې زده کړې پيل کړې، ۲۶ میاشتې وروسته به دې ته چمتو شي چې هرات او غور ولایتونو کې خپلو سیمو ته ستنې شي.

د ملګرو متونو د وګړو د صندوق دفتر وایی ۱۲۳ داسې کوچني کلینکونه چې د صحي ځالو نوم پرې ایښودل شوی، تر دی مخکی د دایکندی، بامیان، فاریاب او هرات په ولایتونو کی جوړ شوي.

ورته مطالب